خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د پاڅېدلو پر وخت د سرګنګسۍ لامل او درملنه یې

لیکنه: ياران

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

د پاڅېدلو پر وخت د سرګنګسۍ احساس د وینې د ټیټ فشار یوه بېلګه ده. د سر ګنګس‌والی معمولاً له ځینې واضح لاملونو سره لکه د وجود د اوبه کمښت او یا له ډیر خوب سره اړیکه لري او په آسانۍ یې درملنه کېدای شي.

د سر ګنګسۍ نښې

  • په سترګو تیاره کېدل،

  • ضعف،

  • غش،

  • د تهوع حالت.

کله باید ډاکټر ته مراجعه وکړو

سر ګنګسي کېدای شي کمه وي چې د اوبه په کمښت یا د وینې د قند د ټیټیدو له امله منځته راځي. همدارنګه کله چې له ناستې پاڅېږئ هم کېدای شي منځته راشي.

که دا نښې کله کله منځته راځي د تشویش لپاره هېڅ دلیل نشته او که مکرراً دا علایم تجربه کړئ ډاکټر ته تګ حتمي ده، ځکه هغوی کولای شي مهمې ستونزې تشخیص کړي.

د سرګنګسۍ کورنۍ تداوي

  • سر مو پر پالښت کېږدئ او آرامه یې اوچت کړئ؛

  • کله چې ناست یا څملاستلي یاست په آرامۍ اوچت شئ؛

  • له طبي جرابو څخه کار واخلئ، چې د وینې تجمع په پښو کې حد اقل ته ورسوي؛

  • کم او تل خواړه وخورئ چې د وینې د فشار د ټیټیدو خطر کم کړي؛

  • ډېر مایعات څکئ؛

  • د الکول مصرف بند کړئ؛

  • د کافئین متعادله مصرف ولرئ؛

  • له شدید سپورټ، ګرمو حمامونو، سونا او هر شدید حرارت څخه ډډه وکړئ.

په دې نکاتو کولای شئ په علایمو کې ښوووالی راولئ. نوې څېړنې ښیي چې دا کولای شي یوه جدي عصبي ناروغي مینځته راوړي، د دې لپاره ټول علایم مو ډاکټر ته ووایاست.

د سر ګنګسي طبي او سنتي تداوي

د بادام شیره

۵-۶ بادام د شپې لانده کړئ او سهار یې وټکوئ وروسته یې وېشوئ (جوش کړئ)، هغه چې هر څه وي، یانې د څښاک لپاره مناسب وي. هېڅ ډول اشباع شوي غوړ د بادام په شیره کې نشته په واقعیت کې له سالمو غوړو، لکه امګاء درۍ څخه غني دي. دا کار هره ورځ د وینې د فشار د ټیټیدو د مخنیوي لپاره وکړئ.

کافئین

کافئین لرونکې څښاک لکه چای یا قهوه ممکن چې د وینې د فشار په زیاتولو کې مرسته وکړي.

ډیر مایعات وڅکئ

د ورځې لږ تر لږه د ۲-۳ لیتره اوبه وڅکئ. سربېره پر دې نور مهمه څښاک لکه د ناریال اوبه هم شته چې د وینې په ټیټ فشار کې ګټور وي.

نور هغه څه چې کولای شئ د هغو څخه په ګټه اخیستو د وینې له ټيت فشار څخه مخنیوی وکړئ، هغه خواږه کچالو، هګۍ، شیدې، پنیر او ماهي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ