سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي.

سیلوا ویلي په جولای او اګسټ میاشت کې موږ پلان لرو، تر څو د سریلانکا کورنۍ تجارتي سیالۍ ترسره کړو او له هغه وروسته په سیپټمبر میاشت کې چمتو یو، چې د آی پي ایل د پاتې لوبو کوربتوب وکړو.

 

د هند IPL سیالیو څوارلسم پړاو

 

د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د هند په کوربتوب روان و، چې ۲۹ سیالۍ یې ترسره شوې او د مې میاشتې په دویمه نېټه کله چې د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبه وه، د کلکتې دوه لوبغاړي په کورونا اختل شول، وروسته یاده لوبه وځنډول شوه.

تر یادي پيښي وروسته د یو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي او مالکان په کورونا اخته شول او ورسره جوخت د هند کرکټ بورډ د ټول ټورنمنټ د ځنډېدو پرېکړه وکړه.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراو کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، که چیري د هند آی پي ایل پاتې سیالۍ مو نکړې ترسره، نو د ۲۵۰۰ کروړه تاوان سره به مخ شو.

اوس ددې لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي، چې هند، اماراتو او که یا هم سریلانکا کې ترسره شي.

 

وروستي مطالب