فبروري 25, 2021

د صرع په اړه جالب معلومات

ژباړه: ملیحه ناصري
صرع د مرکزي عصبي سیستم اختلال (نیورولوژيک اختلال) دی چې په هغه کې عصبي سلولونه ګډ وډېږي او د لړزې یا تشنج لامل کېږي، په پای کې يې ځینې ناطبیعي احساسات او نښې، لکه بې هوښه کېدل راڅرګندېږي، په پارسي کې يې (میرګي) بولي.
نښې يې:
لنډمهاله ګنګسیت؛
بې مانا او پرې پرې خبرې کول؛
د لاسونو او پښو زغرده  او د نه کنټرول وړ حرکتونه؛
بې هوښي او ناخبري؛
اروايي یا رواني نښې.
معمولاً روغتیاپالان تشنج (صرع) د ماغزو د ناطبیعي فعالیتونو د پیلېدو د څرنګوالي  له مخې پر دوو برخو (نسبي) او (خپرېدونکې) وېشي.
نه خپرېدونکې یا نسبي صرعَ: کله چې تشنج د ماغزو په یوه برخه کې د ناطبیعي فعالیتونو په پایله کې پیدا شي، دې ته نسبي یا نه خپرېدونکې وايي. دا بیا پر دوه ډوله ده:
۱ – ساده نسبي لړزه (تشنج): ممکن حواس يې بدل، انځور، بوی، خوند او ځينې شیان بل ډول ښکاره شي، خو بې هوښه کېږي نه. کېدای شي لاس او پښې یې والوځي یا ګنګسیت ورته پيدا شي.
۲ – خپرېدونکې لړزه (تشنج): دا تشنج هوښیاري له منځه وړي (بې هوښه کېږي) او ښايي د یوې ځانکړې مودې لپاره هوښیاري وبایلي. یاد تشنج کولی شي د بېځایه ځیر کېدا، د لاسونو د تاوېدو، ژوولو، خوړولو او ګرد چاپېره ګرځېدا لامل شي.
عمومي یا خپرېدونکې صرعَ: تشنجونه چې د ماغزو ټوله برخه اغېزمنه کړي، خپرېدونکې یا عمومي صرعَّ بلل کېږي. دا پر شپږو ډولونو وېشل کېږي:
۱ – غایب تشنج: پتي مال هم ورته وايي. له جزيي حرکتونو او ځيرتیاوو پیل کوي. ډېره لږه هوښیاري کموي.
۲ – تونیک تشنج: د عضلاتو د کلک او نرمېدو لامل کېږي. د مټو، پښو او شا پر غوښو اغېز پرېباسي او کېدی شي هغه کس پر ځمکه ولوېږي.
۳ – کلونیک: د عضلاتو ریتمیکو حرکتونو باندې پیل مومي. پر غاړه، لاسونو او مخ اثر کوي. (یانې دا برخې الوځي)
۴ – میوکلونیک: معمولاً د لاسونو او پښو په ناڅاپي ښورېدا سره څرګندېږي.
۵ – آتونیک: د سقوطي یا غورځوونکو تشنجونو په نامه هم یادېږي، د عضلاتو د کنټرول بایللو او پر ځمکه د کس د ناڅاپي لوېدا لامل کېږي.
۶ – تونیک – کلونیک: د ګراند مال په نامه هم یادېږي، د هوښیارۍ له لاسه ورکولو، د وجود د لړزې او سستۍ، کله کله د مثانې د نه کنټرول او د ژبې په غاښولو لامل هم کېږي.
لاملونه یې:
نیمايي حالتونو کې هېڅ کوم علت نه لري، خو پاتې نورو کې دا خبرې شته:
جنیټیک: په ځینو کې ځانګړي جېنونه د صرعې لامل کېږي.
د سر ټروما: د سر ټروماټيکو پېښو او زیانونو له کبله. (ټروماټيکې صدَمې)
مغزي ناروغۍ: لکه سکته یا تومور.
عفوني ناروغۍ: مننجیت، ایډز، انسفالیټ…
د مور له ګېډې: ماشومان د مور په ګېډه کې ډېر حساس وي. د مور په عفونت، نامناسبې تغذيې او د آکسیجن په کموالي پورې اړه لري. دا ډول مغزي خطرونه د صرعې یا فلج لاکل کېږي.
تکاملي ستونزې: ځینې وخت په دغو ستونزو پورې (اوتیسم، نوروفیبروماتوز) پورې اړوندېږي.
ګواښونه:
سن: د ماشومتوب په پیل کې او تر ۶۰ کلنۍ وروسته یې امکان ډېر دی.
کورنۍ مخینه: چې تر دوی مخکې چا لرلې وي.
پر سر ضربې: تاسو کولی شئ د ګواښوونکو کارونو پر وخت، لکه موټرسایکل چلولو، سکي وهلو او نورو کې ساتونکې خولۍ پر سر کړئ او د صرعې یا میرګي مخه ونیسئ.
د صرعې د حملې پر وخت دغه کارونه وکړئ:
د الکولي څښاکو له کارولو ځان وساتئ؛
نیکوتین مه کاروئ؛
په کافي اندازه خوب وکړئ؛
سټرس ته لاره مه ورکوئ؛
هر ځل حمله درسره ثبت کړئ.
څه وخت روغتیاپال ته ورشو؟
کله چې تر تشنج وروسته عقل، هوښیاري او  تنفس خپل لومړني حالت ته رانه شي.
له ځنډ پرته بله حمله راشي.
تبه لوړه وي.
زړه مو په تنګ وي.
حمل ولرئ.
شکر ولرئ.
د تشنج یا حملې پر وخت ټپي شئ.
درملنه:
روغتیاپال به تاسو ته اړینې لارښوونې وکړي. او ستاسو د سن، د حملو د تکرار، د ناروغۍ د پرمختګ په کچه تاسو درمل درکړي. دا درمل له کمزورو درملو پیل مومي او ورو ورو د وخت په تېرېدا او ستاسو جوړېدا سره ستاسو درمل هم پرې کوي او نوره به د عمر تر پایه اړتیا ورته ونه لرئ. هېره دې نه وي چې دا درمل جانبي عوارض هم لري چې دا دي:
ستوماني یا ستړیا؛
ګنګسیت؛
د وزن ډېرېدل؛
د هډوکو د تراکم کموالی؛
پوستي ستونزه؛
په حرکاتو کې د یووالي نشتون؛
په خبرو کولو کې ستونزه؛
په حافظه او تفکر کې ستونزې.
تر ټولو شدید او تر ټولو کم جانبي عوارض يې:
ژور خپګان،
د ځانوژنې سوچونه،
د پوستکي سختې ستونزې،
د ځانګړو غړو التهاب، لکه د ینې.
مخنیوی يې وکړئ:
ځان، کورنۍ او ملګري د یادې ناروغۍ په اړه وپوهوئ.
هڅه وکړئ د خلکو منفي غبرګونونو ته ارزښت ورنه کړئ.
د شوخ طبعۍ حس مه هېروئ.
تر خپلې وسې خپل کارونه خپله وکړئ، که مو نه شو کولی چې پخپله موټر وچلوئ، نو له عامه بسونو کار واخلئ.
داسې ډاکټر ته ورشئ چې تاسو ورسره د راحتۍ حس کوئ.
له حملې وېره مه لرئ.
داسې څوک پیدا کړئ چئ هغه هم دا ناورغي ولري او ستاسو شرایط درک کړي.
که څوک میرګي ونیو دا مرستې ورسره وکړئ:
یوې خوا ته یې څملوئ.
تر سر لاندې يې نرم یا پوست شی کېږدئ.
د کمیس پاسنۍ تڼۍ یې پرانیسئ.
هڅه مه کوئ چې خوله کې يې ګوته یا بل څه کېږدئ چې ژبه ونه ژووي، هېچا تر اوسه خپله ژبه نه ده خوړلې.
هڅه مه کوئ چې مخه یې ونیسئ.
که حرکت یې وکړ له شاوخوا يې ګواښوونکي یا خطرناکه توکي لرې کړئ.
وارخطا کېږئ مه او په سړه وینه کار وکړئ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*