سینما او موسیقي

ساره علي خان ۹۵ کیلو ګرامه وزن څنګه کم کړ؟

د هندې سینما د اوس وخت ځوانې او ښکلي فلم ستورې ساره علي خان د خپل تېر په یادولو سره په خپل تېر خندلي او ورته حیرانه ده چې څنګه توانېدلې خپل ځان دومره تغیر کړي.

نوموړې په انسټاګرام اکونټ باندې یو تصویر خپور کړی چې په لېدو باور کول مشکل کار دی.

په دغه تصویر کې نوموړې د خپلې مور امریتا سنګ سره لیدل کیږي.

sara alikhan.jpg

د سیف علي خان او امریتا سنګ د لور ساره علي خان د دغه تصویر په لېدو باور کولو مشکل دي چې دا د ساره تصویر دی.

دغه تصویر د هغه وخت دی چې کله د نوموړې وزن د اوسني وزن په نسبت ډېر زیات وه.

په دغه انځور کې ساره د خپل اوسني تصویر څخه دومره مختلفه ښکاري چې باور کول مشکل دی چې دا یې د ماضي انځورونه دي.

sara aw mom.jpg

په انسټاګرام دغه انځور په دوو ورځو کې د شل لکو څخه زیاتو خلکو لایک کړی او د شل زرو څخه زیاتو کسانو پرې نظرونه ورکړي.

خو په همدغه تصویر تر ټولو مخکې د بالیوډ ستوري کارتک ارین کمنټ کړی.

نوموړي ورته لیکلي، دغه نجلې د ساره علي خان په څېر ښکاري.

د کارتک غیر نورو بالیوډ ستورو هم د ساره علي خان په دغه انځور باندې نظرونه ورکړي، شاردها کپور لیکلي، څومره خوندور سفر دې طۍ کړی، تاته سلام.

ایوشمان کهرانه هم د وزن کمولو سفر بهترین سفر بللی او مبارکې یې ورته ویلې.

که یو طرف یې پر تصویر نظر ورکوونکو زیاتره کسانو د ساره علي خان د وزن د کمولو مبارکي ورکړې، بل لورته ځینو ورڅخه د وزن کمولو د پرهیز په تړاو پوښتلي.

ډېر خلکو ورڅخه کمنټ کې پوښتلي چې دومره ډېر وزن یې څنګه کم کړی؟ څه یې خوړلي؟ او داسې ښه اندام یې څنګه جوړ کړی.

وړاندې هم په یوه مرکه ساره علي خان ویلي وه، کله چې اوس خپله ځانته ګوري نه باور نه شي کولی، چې داسې څنګه بدله شوې، نوموړې زیاته کړې ده، کله چې ځان ته وګوري نو په خپل ځان هم ورته ډېر ښکلی ښکاري.

وایې په ښوونځي او کالج کې به ورته ټولګیوالو د موټي یا چاغې په نوم غږ کاوه.

د وزن د کمولو په تړاو یې ویلي، چې ممبئې ته له راتګ وروسته یې هم د وزن د کمولو په تړاو فکر وکړ.

دې زیاته کړې چې څلور کاله یې په کولمبیا کې تېر کړل، خو د کالج په دویم کال یې فکر پیدا شو چې د فلم نړۍ ته راشي.

وایې تر هغې مخکې یې فکر کاوه چې وکیله شي او په سیاسي ډګر کې کار وکړي خو هغه مهال یې وزن ۹۶ کیلو ګرامه وه.

ساره وایې، د وزن کمولو لپاره یې تر ټولو لومړی دخوراک پرهیز پیل کړ او ورسره یې ورزش هم شروع کړ.

sara Alikhan 22.jpg

په بالیوډ کې فلمیز ژوند د کیدرنات له فلم څخه پیل کړ، دوه فلمونه یې ریلیز شوي او دواړو په باکس افس کې ښه ګټه کړې.

د نوموړې په راتلوونکو فلمونو کې (قلي نمبر ون) چې په کې نوموړې له ورون دهون سره کا رکړی او بل فلم کې به د کارتک ارین سره راښکاره شي چې لارښود چارې یې امتیاز علي په غاړه لري.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی