خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

څېړونکو د اوږد عمر درلودلو ماده کشف کړه

ژباړه: نسیمه محمدي

امریکایي څېړونکو وموندله چې تازه مرچ د مخکې له وخت مرګ څخه مخنیوی کوي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکايي پوهانو څېړنې ښيي، چې د «تازه سره مرچو» څخه ګټه اخیستل، د مخکې له وخت مرګ څخه مخنیوی کوي او عمر اوږدوي.

د متحده ایالاتو د زړه ټولنې متخصصانو، یوه آزموینه تر سره کړه، چې ۴۷۲۹ څېړنې یې، د نړۍ له پنځه مخکښو مرکزونو څخه، په چین، ایټالیا، ایران او متحده ایالاتو ۵۷۰۰۰۰ کسانو سره تجزیه او تحلیل کړل.

پوهانو وموندله، هغوی چې په منظم ډول سره مرچ خوري، ۲۶% د عروقي قلبي ناروغیو او د ۲۳% د سرطان ناروغیو له امله مړینه په کمېږي.

سره مرچ، د التهاب ضد، سرطان ضد او انتي اوکسداني خاصیت لري او همدارنګه د وینې د ګلوکوز کچه، کنټرولوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ