سارا علي خان او کارتک ارین، په یوه فلم کې سره کار کوي

د هندۍ سینما ځوان او ښکلې اداکاره سارا علي خان د خپلې خوښې د اداکار کارتک ارین سره په یوه فلم کې کار کوي.
د رپوټونو له مخې کارتک ارین او سارا علي خان به د بالیوډ د یوه پخواني فلم(لو اجکل ۲) کې کار وکړي.
لو اجکل د بالیوډ د کشري خان سیف علي خان د لسو کالو پخوانی فلم دی چې هغه وخت یې ډېر مینوال هم لرل.
اوس د دغه فلم په دویمه برخه یا لو اجکل۲ کې به یې لور د خپلې خوښې د اداکار کارتک اریان سره یوځای کا روکړي.
څه موده وړاندې سارا علي خان په یوه ټلویزیوني پروګرام کې د کارتک ارین په صفت خوله پرانیسته وه او د لیدلو خواهش یې کړی وه.

چې وروسته بیا رنویر سنګ دوی دواړه سره مخامخ کړه او د سارا علي خان دغه ارمان یې ورپوره کړ.
که څه هم فلم نړۍ ته د سارا علي خان د راتګ ډېر وخت نه کیږي خو په کم وخت کې د خپلې اداکارۍ هنر وښوده او په هغه فلم کې چې نوموړې په کې کار کړی د مینوالو په راماتولو کې بریالي شوي.
اوس اردو نیوز وایي چې دواړه به یوځای په یوه فلم کې سره راښکاره شي.
لواجکل۲ د لو اجکل د فلم دویمه برخه ده چې د رپوټونو له مخې صحنو ډکولو چارې یا شوټینګ یې هم پیل شوی.
د کارتک اریان او سارا علی خان هغه تصویرونه هم ټولنیزو رسنیو ته راوتلي چې د فلم په سیټ کې سره یوځای لیدلی شوی.
فلم لواجکل د نن څخه لس کاله وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې ریلیز شوی و چې په کې سیف علي خان او ډپيکا پډوکون تر څنګ هرلین کور هم مرکزي رول لوبولی و.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ