سارا علي خان څه ډول نیږدې ۱۰۰ کلیو وزن ۵۰ ته راکم کړ؟

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندۍ سېنما ځوانه ستورې او د سیف علي خان لور سارا علي خان چې تازه تازه یې د فلم نړۍ ته ږدم ایښی له یوې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره چې لا تر اوسه هم پرې اخته ده خبرې کړي.
د فلم (کیدار ناتهـ) په واسطه فلم نړۍ ته داخله شوې ځوانه ستورې اوس پر ټلویزیون دنګه او ښکلې بدن سره ښکاري. هغې د خپل مخکې ژوند په تړاؤ ویلي چې څو کاله وړاندې یې وزن ډېر زیات وه او شاوخوا ۱۰۰ کیلو ته رسېده.

کرن ، سیف او سارا

سارا علي خان د پولي سسټک اووي ډیزیز(POCD) په ناروغۍ اخته ده او ډیر کم خلک په دې پوهیږي چې دا مرض لري.
دا ناروغي په مېرمنو کې عامه ده او راپورونو له مخې په هندوستان کې د شاوخوا هرو ۱۰ مېرمنو له ډلې یوه یې په دغه ناروغۍ اخته ده.
د کرن جوهر په یوه ټلویزیوني پروګرام (کافي ود کرن) کې دغه ځوانې فلمي ستورې د خپلې دغه ناروغۍ په تړاؤ خبرې کړي دي او ویلي یې دي چې لا تر اوسه هم د (OPCD)په ناروغۍ اخته ده چې د همدغه ناروغۍ له امله یې وزن په زیاته اندازه زیات شوی.
دې ویلي؛ د دې ناروغۍ له امله د مېرمنو وزن ډېریږي او بېرته کمول یې مشکل کار دی.
د دې علاوه په یاده ناروغۍ اخته مېرمنو ته د پوستکي او ویښتانو په تړاؤ هم ستونزې پيدا کیږي. ځکه د پي او ډي سي د ناروغۍ لرونکې مېرمنې د ۴۰ کلنۍ وروسته د شکر ناروغۍ زیاتوالي او یوشمېر نورو ناروغو د پیدا کېدو خطر سره مخ کیدای شي.
ددې ناروغۍ لپاره ځانګړی علاج نشته تر څو تر کنټرول لاندې راولي او ښکلی ژوند وکړي.
سارا علي خان ویلي کله چې په کولمبیا کې وه او وزن یې ۹۶ کیلو ګرامه وه نو له ځانه سره یې وویل څو په فلم کې کار وکړي او فلمي ستوري شي خو په خبره یې د زیات وزن سره ورته دې هېلې ته رسېدل مشکل ول.

نوموړې زیاتوي؛ د زیات خوراک عادت یې کم کړ او خپل وزن یې له ۹۶ کېلو څخه ۵۲ ته په ډېرې خوارۍ راوست.
د یادولو ده چې سارا علي خان به هندۍ سېنما ته د فلم کیدار ناتهـ په واسطه او ترې وروسته د فلم سمبا له لاري قدم کیږدي خو فلم نړۍ ته له راتګ وړاندې هغه د هندوستان د سېنما له ښکلو څېرو یوه شمېرل کیږي.
هغوې چې زیات وزن سره ستونزو کې دي او نه کمول ورته مشکل ښکاري سارا علي خان ورته ښه بېلګه کیدی شي تر څو خپل وزن کم کړي.