سینما او موسیقي

۶۰ کلن سنجي دت، کلیزه ولمانځله او نوي فلم نوم یې هم ښکاره کړ

سنجي دت په ۶۰ کلیزه د لمانځلو په وخت کې خپلو مینوالو ته یوه نوې ډالې ورکړه او خپله ۶۰ کلنې یې ولمانځله.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې په فلمي نړۍ کې په سنجو بابا مشهور سنجي دت په دې ورځو د خپلي ۶۰ کلیزي لمانځنه وکړه، د خوښۍ په دغه موقع کې سني دت خپل مینوال هیر نه کړل او د کالیزې پر مهال یې ورته د خپل راتلونکي فلم پوسټر ریلیز کړ.

هوم بیل فلم له لوري د سنجي دت د نوي راتلونکي فلم پوسټر خپور شوی، د فلم په پوسټر کې سنجوبابا په ځانګړي انداز او غوسه کې ښکاري.

دغه پوسټر چې سنجي دت د خپلې ۶۰مې کلیزې پرمهال خپور د KGF Chapter2  فلم دی.

د معلوماتو له مخې د کی جي ایف چیپټر ټو فلم دغه لومړی پوسټر دی.

د ایکسپریس نیوز د خبر له مخې سنجي دت به په دغه فلم کې د ادهیره په نوم مرکزي رول ولوبوي.

د ټولنیزو رسنیو ویبپاڼې ټویټر باندې سنجي دت په خپل یوه ټویټ کې د فلم پوسټر په خپرولو باندې خوښي ښودلې او وایي دا چې د کی جي ایف د فلم برخه شوي د خوښۍ زیات احساس کوي.

د یادولو ده چې د پراشانت نیل د لارښوونې لاندې جوړ شوي فلم (کی جي ایف چیپټر ټو) لومړۍ برخه تېر کال نندارې ته وړاندې شوه، خو اوس یې د دویمې برخې د جوړولو خبره شوې او سنجي دت به په دغه فلم کې مرکزي رول ولري او ویل کیږي چې په یوه نوي انداز به راڅرګند شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی