اپریل 11, 2021

عالیه بهټ له سنجي لیلا بهنسالي سره په فلم کې له کار انکار وکړ

Advertisements

د هندۍ سینما مشهورې ځوانې فلمي ستورې عالیه بهټ د مخکښ فلم لارښود سنجي لیلا بهنسالي په یوه فلم کې د کار کولو څخه انکار کړی.
دا دویم ځل دی چې د دغه مشهور فلمي لارښود په فلم کې هېروئینه له کار کولو انکار کوي، تر دې وړاندې ایشوریا رائي په یوه فلم کې له بهنسالي سره له کار کولو بخښنه غوښتې وه.
په بالیوډ کې د فلم (سټوډنټ اف دې ایئر) څخه مشهوره شوې فلمي ستورې عالیه بهټ په ډېر کم وخت کې د شهرت لوړو پوړیو ته ورسېده او په هندۍ سینما کې اوس وخت ځانګړی ځای لري.
د دغې فلمي ستورې د وروستي فلم (راضي) څخه وروسته چې کامیاب ثابت شو هر فلم جوړونکی هڅه کوي چې په خپل فلم کې دغې فلمي ستورې ته ځای ورکړي، خو نوموړې اوس د مشهور فلم لارښود کرن جوهر په لارښونه په یوه فلم جوړولو کې بوخته ده.
هندۍ رسنۍ وایي، د هندي سینما مشهور فلم لارښود سنجي لیلا بهنسالي په خپل راتلوونکي فلم کې عالیه بهټ غوره کړې وه مګر عالیه بهټ لا له وړاندې د کرن جوهر په یوه بل فلم (تخت) کې کار کول غوره کړي او همدا لامل دی چې بهټ د سنجي لیلا بهنسالي په فلم کې له کار کولو څخه انکار کړی.
دغې فلمي ستورې ته نژدې سرچینې وایي، د سنجي لیلا بهنسالي په شان د مشهور فلمي لارښود سره څوک د کار کولو انکار کوي، خو په خبره یې عالیه بهټ غوره ګڼلې چې د کرن جوهر په فلم کې کار وکړي.
د معلومات له مخې؛ کرن جوهر نه یوازې د عالیه لارښود دی بلکې د نوموړې اداکارې له پلار سره هم نژدې اړیکې لري او فلمي نړۍ ته د عالیه بهټ د معرفي کولو امتیاز هم د کرن جوهر سره دي.
ایشوریا د بهنسالي د فلم پر ځای یو بل فلم (ګلاب جامن) کې د خپل خاوند سره کار کول غوره کړل.
دا به د شاوخوا ۸ کاله وروسته د دغه جوړې ایشوریا رائي بچن او ابهشیک بچن لومړی فلم وی چې پکې راښکاره کیږي.

د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ