سامیول بدري: نوین‌الحق د ځانګړي استعداد خاوند دی

د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی سامویل بدري ویلي، افغان لوبغاړی نوین‌الحق د یوه ځانګړي استعداد خاوند دی.

د «1st Sports Event» په نوم یوې ورزشي پاڼې پرخپلې رسمې ټویټرپاڼې د سامیول بدري هغه ویډیو خپره کړې، چې پکې د نوین‌الحق په اړه یې پکې څرګندونې کړې.

 

 

سامیول بدري پر داسي مهال د نوین‌الحق په اړه څرګندونې کوي، چې هغه د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره تر بولۍ مخکې تړون کړی و.

 

د ویسټ انډیز لیګ ته شپږ اخیستل شوي افغان لوبغاړي

 

د ویسټ انډیز هیواد کورني لیګ ته د لوبغاړو رانیولو بولي تېره جمعه ترسره شوه، چې پنځه افغان لوبغاړي، وقار‌ سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیق‌الله غفاري او رحمن‌الله ګربز واخیستل شول، خو د نوین‌الحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون کړی و او له ځان سره یې ساتلی و.

۱ـ وقار سلامخېل: ګیانا امازون وایررز لوبډلې واخیست،

۲ـ نوین الحق: ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره تړون کړی و،

۳ـ ابراهیم ځدران: جمیکا تلاواس لوبډلې واخیست،

۴ـ قیس احمد: جمیکا تلاواس لوبډلې واخیست،

۵ـ شفیق‌الله غفاري: بارابادوس تریندیس لوبډلې واخیست،

۶ـ رحمن‌الله ګربز: نویس پاتروتس لوبډلې واخیست.

 

د ویسټ انډیز لیګ، لوبډلې یې او ترسره شوې بولي یې

 

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې پوري به دوام وکړي.

نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.

ددې لیګ لپاره د لوبغاړو د پیر «بولي» مراسم تېره جمعه سهار ۹ بجې پيل شوه او د ماښام تر ۶:۳۰ بجو ېې دوام وکړ، چې پکې شپږ واړه لوبډلو خپلې لوبډلې بشپړې کړې.

 




وروستي مطالب