رسنۍ له نړۍ نړۍ

هغه ځوان ووژل شو، چې یو ښوونکی یې د محمد(ص) د کارتون په تور وژلی وو

خبریال: فضل الله فضلي

تېره جمعې ورځ په فرانسه کي د یوې ښوونځی هغه ښوونکی ووژل سو، کوم چي په ټولګۍ کي یې د اسلام د دین د وروستي پېغمبر د کارتون په اړه بحثونه کول او ښکاره کول یې.

دا ښوونکی چي ۴۷ کاله عمر یې درلود، سمویل فاتې نومېدئ او په ښوونځی کي د تاریخ او جغرافيې د مضمونو ښوونکی وو.

د نوموړي وژونکی بیا عبدالله نومیدئ، ۱۸ کلن وو او په روسیه کي زېږېدلی وو.

عبدالله بیا د فاتې تر وژني وروسته پولیسو په پاریس ښار کي په ډزو وواژه.

ښوونکي فاتې له یوې اونۍ څخه په ښوونځی کي د محمد(ص) د کارتونونو او ویډیوګانو په اړه خبري او بحثونه کول او وروسته بیا د عبدالله لخوا څارل کېدئ.

تېره جمعه نوموړی ښوونکی کور ته پر لاري وو، چي د عبدالله لخوا د چاقو پواسطه برید پر وسو او وروسته یې سر ځني غوڅ کړ.

د پېښي عیني شاهدان وايي چي پر دغه وخت یې د “الله اکبر” لفظونه اورېدلي دي.

ددې پېښي وروسته تېره ورځ په فرانسه کي زرګونو ښوونکو لاریونونه کړي او د بیا آزادۍ غوښتنه یې کړې ده.

A protester holds a sign that says "I'm a teacher," in solidarity with educator Samuel Paty.

د فرانسې حکومت په تازه اقداماتو کي بیا د لسګونو مشکوکو اسلامي سخت دریځو کورونو باندي چاپې وهلي او څېړني یې شروع کړي دي.

نن ددې هیواد د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ دارمنین وویل چي د ۵۱ مسلمانو ټولنو په اړه څېړني رواني دي او ځني به یې وتړل سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ