مارچ 1, 2021

عبدالسمیع: راتلونکې اونۍ سیالي لرم، خو د کابل برید مې مرال راکمزوری کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی د ایټالوي سیال په وړاندې راتلونکې شنبه لوبه لري، چې د همدې لوبې په موخه د یکشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
هغه پرون ناوخته پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه وږغېد او د کابل برید یې په کلکو ټکو وغانده.
په یاده ژوندۍ ویډيو کې عبدالسمیع فیضي زیاته کړه، چې څلور ورځې وروسته د ایټالیا هیواد یوه سرسخت سیال په وړاندې لوبه لري، خو چې کله یې د کابل د پروني برید په اړه خبر ترلاسه کړ، نو روحیه او مرال یې راکمزوری کړ.
هغه له ټولو هیوادوالو څخه وغوښتل، چې د ځلېدو لپاره یې دعاوي وکړي.

د عبدالسمیع فیضي لوبه

راتلونکې شنبه عبدالسمیع فیضي د ایټالیا هیواد د یوه تکړه لوبغاړي لونارډو ډاماني سره د متحده عربي اماراتو په جېمره بیچ هوټل کې سیالي لري.
دا لوبه په ۷۷ کیلو ګرام وزن کې ترسره کیږي، چې ښاغلي فیضي ورته د پوره چمتوالي خبر ورکړی.
عبدالسمیع فیضي ویلي له تېرو دوو میاشتو راهیسي یې د دې لوبې لپاره سخت تمرینونه ترسره کړې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ