مارچ 9, 2021

سمیع اسلم له پاکستان خفه او امریکا لپاره لوبې کوي

Advertisements

د پاکستان ملي ټیسټ کرکټر “سمیع اسلم” د پاکستان کرکټ ته د الوداع پرېکړه کړې ده.
“سمیع اسلم”، چې د دې سفر لپاره د شارټ لیست شويو ۳۵ لوبغاړو په ډله کې د نوم نه راتلو/نه انتخاب څخه مایوس دی، په راتلونکو ۱۰لس ورځو کې به متحده ایالاتو ته ولاړ شي.
د سرچینو په حواله، “سمیع اسلم” په متحده ایالاتو کې د سفر او هستوګنې اړوند اړین طرزالعملونه بشپړ کړي دي.
سرچینې وایي، چې “سمیع اسلم” امریکا ته د تللو پلان لري، دی به کورني کرکټ هلته لوبوي. نوموړي د ویزې په شمول هلته د استوګنې پروسه هم بشپړه کړې ده.
د سرچینو په وینا سمیع اسلم به د ټاکل شوې مودې له بشپړیدو وروسته د متحده ایالاتو لپاره د لوبې کولو وړ وي. د پاکستان د ټیسټ کرکټر سربیره د یو شمیر نورو هېوادونو کریکټرانو هم د متحده ایالاتو لپاره لوبې پیل کړي.
سمیع اسلم په کورني کرکټ کې د لوبې کولو سربیره د چانس نه ترلاسه کولو نه مایوسه دی، هغه دمخه د قائد اعظم ټرافي څلورم پړاو څخه وتلی دی.
سمیع اسلم د ملي T20 جام دوهم الیون څخه هم ګرځیدلی دی، چې نوموړي به په روان سیزن کې د بلوچستان په ټیم کې برخه اخيسته.
سمیع اسلم د متحده ایالاتو کریکټ سره تړون لاسلیک کړی، هغه به په متحده ایالاتو کې د دوه کلونو او لس میاشتو تیرولو شرایط پوره کوي، چې په ترڅ کې به یې په ځایې کچه د کرکټ لوبې ته دوام ورکوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ