مارچ 5, 2021

سمنګان کې ۸۰ میرمنو ته د اچار جوړولو لارې چارې زده کړل شوې

Advertisements
خبر: بشر درویش

۸۰ شنې خونې لرونکې سمنګاني مېرمنې د اچارو جوړولو لارې چارې زده کړل
د سمنګان ولایت دمرکز ایبک او ددې ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ ۸۰ شنې خونې لرونکې مېرمنې، د یوې روزنیزې برنامې په ترڅ کې د اچارو جوړلو لارې چارې زده کړل.
د کرنې وزارت وايي، دغه روزنیزه برنامه د سمنګان دکرنې ریاست په همغږی، د «ACTED»موسسې له خوا او د ملګرو ملتونو له مخدره توکو سره د مبارزې ادارې «UNODC»  په مالي همکارۍ په لاره اچول شوې وه.

روزل شوې شنې خونې لرونکې هغه کسان دي، چې د بدیل معیشت د پروژې له چوپړونو برخمن شوې او په شنوخونو کې د سبو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.
په شنوخونو کې تولید شويو سبو ته بازارموندنه، دمشروع کرکېلي له لارې د شنوخونو لرونکو او د هغوی د کورنیو دعوایدو زیاتول، د سبو د پروسس نوي لارې چارې دودول او د سبو د عمر اوږدول او ساتل ددې روزنیزې برنامې اصلي موخې وې.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت په ټول هېواد کې هرکال لسګونه زره مېرمنو ته دکرکېلي او مالدارۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي