افغانستان سرسکالو سوله سیاست

خلیلزاد: پرونۍ حمله د نه منلو ده او حالاتو ته په کتو به نور ګامونه واخلو

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې پرونۍ حمله چې درانه زیانونه یې اړولي غندې او د نه منلو وړ یې بللې ده.

هغه پر ټویټر لیکلی چې دداسې بریدونو ګټه هغو ته رسیږي چې د سولې مخالفین دي او مخته یې خنډونه اچوي.

نوموړي ویلي پرونۍ حمله چې د موټر بم په واسطه د ولایت مرکز کې شوې، د نه منلو وړ ده او دا به د سولې پر وړاندې مخالفت قوي کړي.

پرون په سمنګان ولایت کې د طالبانو په یوه موټر بم برید کې چې ویل شوي له القاعده سره په همکارۍ شوی، درانه تلفات اوښتي.

راپورونو کې ویل شوي چې دا برید د ملي امنیت په ودانۍ شوی، خو د ښاروالۍ کارکوونکو او عامو خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

۱۳۵ ورځې

دې امریکايي چارواکي له طالبانو سره د تړون په اړه هم معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي چې د شوي تړون ۱۳۵ ورځې بشپړې شوي:

خلیلزاد وړاندې لیکلي:

«له طالبانو د تړون ۱۳۵ ورځې پوره شوې. د سرتیرو کمولو او له پينځو هډو وتلو لپاره امریکا سخت کار وکړ چې د ژمنې سره سم لومړی پړاو بریالی ترسره کړي. ناټو هم د سرتیرو په کمښت کې متناسب کموالی راوستی دی.»

هغه ویلي چې راتلونکو پړاونو ته به ګوري او د حالاتو مطابق ګامونه به اخلي. دا خبره شاید له وروستي تاوتریخوالي سره د تړاو له امله شوي وي، ځکه امریکايي چارواکو ویلي چې افغانستان کې حالاتو مطابق دوی د مخته تګ ګام اخلي.

هغه لیکلي:

«موږ به د سرتیرو کمښت، تاوتریخوالي کمولو، بین الافغاني خبرو پیلولو، دوام او د تړون عملي کولو باندې تاکید او فشار راوړو.»

ښاغلی خلیلزاد داسې مهال د حالاتو مطابق ګامونو اخیستو خبره کوي چې افغانستان کې د پام وړ تاوتریخوالی زیات شوی، هره ورځ ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

خلکو پر ټولنیزو شبکو د تاوتریخوالي پر زیاتیدو سخته اندیښنه ښودلې ده.

د افغانستان حکومت ویلي چې طالبان د اوربند یا تاوتریخوالي کموالي پرځای تاوتریخوالی زیات کړی او په دې سره د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه اچوي.

طالبانو بیا ویلي چې تاوتریخوالي ته به تر هغې دوام ورکوي تر څو بین الافغاني خبرې او په کې موافقه نه وي شوي.

اوسني حالات افغانان خفه کړي او غوښتنه کوي چې تاوتریخوالی او جګړه دې بنده او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ