سمندرونه؛ د سمندرونو په اړه لنډ معلومات

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
سمندورنه د ځمکې ۹۰ سلنه اکوسیستم پوښي. سمندرونه زموږ د ژوند لپاره اړين دي چې له ۵۰ څخه تر اتیا سلنه پورې د ځمکې پر مخ اکسېجن توليدوي.
داسي انګېرل کېږي چې سمندرونه ۴،۴ ميليارده کاله پخوا رامنځته شوي او د ژوند لومړنۍ بڼې رامنځته کول يې ممکن کړي دي.
په دغو پراخو ساحو کې په حقيقت کې موږ د سمندرونو په اړه خورا لږ پوهېږو. په سمندر کې تر اوبو لاندې ساحې نقشه شوي نه دي. ساينس‌پوهان کار کوي چې د سمندرونو راز را وسپړي، چې د اقلیم له بدلون سره د سمندر حياتي سرچينو څخه د غوره مدیريت لپاره په ايکو سیستمونو کې پر بدلونونو باندې پوه شي.
سمندرونه د لمر وړانګو جزبولو، د تودوخې ويښلو او په پايله کې د اوبو او هوا په ټاکلو کې د ځمکې د اقلیم د سمون لپاره ستر رول لري. د هوا بدلون د دغه انډول د ګډوډولو لپاره پيل شوي. د سيارې اکوسیستم تنظيمول د سمندر يوه له اصلي دندو څخه ده چې د کاربن په زخیره کولو سره او د اکسیجن توليد کونکي په توګه هم خپل فعالیت کوي.
همداسې ډېر سمندرونه شته چې د هغو له ډلې ځينې دلته تاسو ته درپېژنو:

د مديترانې سمندر چې په جنوب او شمال کې د اروپا او افريقا ترمنځ پروت دی له تخنيکي پلوه د شمالي اټلانټيک سمندر یوه برخه ده.‌ د ګيبرالتر تنګه د مديترانې سمندر له شمالي اټلانټیک سمندر سره نښلوي.‌

څرنګه چې د اوبو دا لویه برخه وچې چاپیره کړې او له شمالي اټلانټيک سمندر څخه جلا شوی دی، د نورو سمندرونو په څېر جذر و مد نه لري.‌ د مديترانې سمندر د اوبو د مالګينتوب کچه او يا په دې اوبو کې د مالګې مقدار د اټلانټيک سمندر له پرانستې برخې سره توپیر لري. په داسې حال کې چې اټلانټيک سمندر شنې اوبه لري، د مديترانې سمندر د ژورو آبي اوبو لپاره مشهور دی.

شمالي سمندر هم د اټلانټيک سمندر يوه برخه ده.‌ شمالي‌ سمندر د لويې برتانیې د وچې په ختیځ کې پروت او د اروپا له لويديځ ساحله پورې امتداد لري چې سکنډينويايي هېوادونه، لکه ناروې، سويډن، ډنمارک او ورسره د جرمني، هالنډ او بلجيم هېوادونه پکې پراته دي.‌

څرنګه چې شمالي سمندر د اروپايي‌ لویې وچې په طاق کې پروت دی له دې کبله ۳۰۰ فوټه منځنی ژوروالی لري. د شمالي سمندر د کب نيولو تر ټولو لويه سيمه يوازې تر ۵۰ – ۱۰۰ فوټه ژوره ده.‌

په دې برخه کې سطحي اوبو او د باد زياتوالي، شمالي‌ سمندر د اوبو پر يوه نه اټکل کيدونکې تړانګه بدل کړی دی.‌ د شمالي سمندر طوفانونه او د سمندر د سطحې لوړوالی زیاتره وخت اروپايي‌ ساحل ځپي. د تيلو د راويستلو ګڼ شرکتونه د شمالي سمندر د اوبو لاندې د لوړ کيفيت تيلو د زیرمو د موجوديت له کبله په دې سمندر کې کيندنې کوي.‌

د اټلانټيک سمندر په لويديځه خوا کې د کاريب سمندر موقيعيت لري چې د جنوب له خوا يې شمالي او جنوبي امریکا،‌ لوېديځ له خوا يې مرکزي امريکا، او د شمال او ختيځ لور ته يې د ويسټ انډيز [غرب الهند] اتشفشاني ټاپوګان پراته دي. د کيوبا ټاپو چې د فلوريډا له پولې ۹۰ ميله هاخوا پروت دی د کاريب سمندر په شمالي‌ غاړه کې ټاپو جوړوي.‌

کاريب د نړۍ تر ټولو لويه سمندريزه حوضه بلل کېږي.‌ د کاريب په سمندر کې تر ټولو ژوره نقطه ۲۵۰۰۰ فوټه ژوروالی لري او په کيمان ژوره کې موقعیت لري چې د جميکا او کيوبا د ټاپوګانو په منځ کې ده.

په ټول اټلانټيک سمندر کې تر ټولو ژوره نقطه د کاريب ټاپو په ختيځ کې د پيرټو ريکو ژوره Puerto Rico Trench ده چې د کاريب او اټلانټيک سمندر ترمنځ پوله کې پرته ده.‌ دا ژوره ۵۰۰ ميله اوږده او ۲۸۰۰۰ فوټه ژوره ده چې ۵.۳ ميله ته رسېږي. د کاريب سمندر د استوا لاندې اقليم لري او د شمالي نيمې کورې د ژمي په میاشتو کې د سيالانیانو د خوښې ځای دی.

دا ټول سمندرونه د مالګينو اوبو يو لوی پيکر جوړوي چې له هرې خوا او يا يې په زياتره خواو کې د وچې له خوا احاطه شوی دی. په بله وينا سمندر د مالګینو اوبو هغه پیکر دی چې د يوه نه يوه بحر برخه بلل کېږي.

د سرګاسو سمندر د چاپېره سمندرونو د جذر مد له خوا احاطه شوی چې له دې سمندر سره د نورو سمندرونو د اوبو د يو ځای کېدو مخنیوی کوي. له دې کبله دا سمندر د چاپیره سمندرونو د اوبو په پرتله ډېر مالګين دی.‌ د سرګاسو سمندر هغه سیمه ده چې د لاندې بحرونو د جذر و مد له خوا احاطه شوی دی:

د ميکسيکو خليج،‌ د شمالي اټلانټيک سمندر جذر و مد، د کناري سمندر جذر و مد او شمالي اټلانټيک سمندر استوايي‌ جذر و مد په کې شامل دي. د یوه سمندر جذر و مد يوه ټاکلي مسير ته د سمندر د اوبو حرکت دی چې د سمندر په منځ کې د سيند په څېر بهېږي.‌

د سرګاسو سمندر د خپلو ژورو آبي رنګه اوبو او د Seaweed په نامه يو ډول بحري ګياه د شتون له کبله مشهور دی.‌

پر دې سربېره دوه هغه سمندرونه چې نه سره ګډېږي
د قران او ساينس په رڼا کې الله (ج) فرمايي: سورت الرحمن ۱۹-۲۰ ايت “مَرَجَ الْبَحْرَیۡنِ یَلْتَقِیٰنِ ﴿ۙ۱۹﴾ بَیۡنَہُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ﴿ۚ۲۰﴾”
ژباړه: دوه سمندرونه يې خوشي کړل چې سره يوځای شي، بيا يې د هغوی ترمنځ يوه پرده حائله کړه چې هغوئ ترېنه تېری نه کوي.
د ننني ساينس د کشف پر اساس هلته چې دوه بحرونه سره يوځای کېږي د هغو ترمنځ يو حايل (پرده) سته دا پرده د دوو هغو بحرونو ترمنځ چې متفاوته تودوخه، مالګينتوب او کثافت لري شته، د مثال په توګه د مديترانې بحر اوبه نسبت د اتلانتيک د بحر اوبو ته تودې، مالګيني او لږ کثافت لرونکي دي، نو کله چي په (ګبريال درشل) کې د مديترانې د بحر اوبه د اتلانتيک بحرته د څوکيلومترو په اوږدوالي او د زر مترو په پلنوالي ننوزي دا اوبه هلته ثابتې پاتې کېږي، د بحر غټې څپې، مدوجذر او قوي جريانات دا اوبه نه سره ګډوي او دا اوبه د يوبل سره نه ګډېږي.
په بل سورت کي الله (ج) فرمايي ۲۵/ ۵۳ ايت: (وَ ہُوَ الَّذِیۡ مَرَجَ الْبَحْرَیۡنِ ہٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّ ہٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ۚ وَ جَعَلَ بَیۡنَہُمَا بَرْزَخًا وَّ حِجْرًا مَّحْجُوۡرًا ﴿۵۳﴾
ژباړه: “او دا هماغه ذات دی چې دوه سمندرونه يې سره يوځای کړي دي، يو خوږ او خوندور، بل تريخ او تريو او ددواړو په منځ کې يوه پرده حائله ده، يوخنډ دی چې هغوئ يې د ګډېدلو څخه ساتلي.
که يو سوال وشي چې ولي قران کريم د خوږ او ترو اوبو ترمنځ مانع وايي؟ او دبحرونو ترمنځ بيا مانع او منع کوونکې حصه وايي؟
ننني ساينس دا کشف کړې ده چې د بحر په کوچنۍ برخه کې چې سيند ته ننوځي او په هغه ځای کې تروې او خوږې اوبه سره يوځای کېږي، نو خوږې اوبه د تروو اوبو څخه جلا وي او د دوی ترمنځ يو (پيکنو کلين زون) جوړېږي چې کثافت يې ددې دواړو اوبو څخه توپير لري.
دا معلومات اوس په دې وروستيو کلنو کې د ډېرو پرمختلوو وسايلو چې د بحرونو تودوخه، د مالګې اندازه، کثافت او په اوبو کې د منحل شوي اکسیجن اندازه معلوموي کشف شوي دي، خو د انسان په سترګو دا توپيرونه نه معلومېږي او ټول ورته يو ډول ښکاري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب