د سمنک له ګټو خبر یاست، دلته یې لوستلی شئ!

سمنک یو له خوندوره خوړو څخه دي. زیاتره خلک یې په نوي کال کې پخوي، سمنک له اورو او غنم څخه پخېږي. د سمنک مېله په هر ځای کې کېږي، لکه: آذربایجان، اوزبیکستان، تاجیکستان، ایران او قرغزستان کې هم دود ده.
په سمنک کې فسفر، کرومیم، جست، سلنیوم، اوسپنه، فولیک اسید او داسې نور ویټامینونه شته او همدارنګه ډېرې ګټې هم لري.

  • د معده سرطان څخه مخنیوی کوي، ځکه سمنک کې ډېره قوي ماده شته، د لیتري په نامه او هم فایبر او اوبه لري، نو ځکه د صحت لپاره ګټور دي.
  •  ستړیا لمنځه وړي، په غنم کې ویټامین بي ۱ شته او همدا ویټامین ستړیا او بې حالي کموي.
  • جنسي ځواک ډېروي، په غنم کې ویټامین اې شته او همدا ویټامین د ځواک د ډېرېدلو سببب کېږي.
  • د عمومي ځواک د ډېرېدلو سبب کېږي، په لور عمر کې انسان لږ انرژي ته اړتیا لري او ډېره اړتیا پروټین او ویټامین ته لري، نو ځکه په خپل ورځني ژوند کې له غنم څخه کار واخلئ او هم سمنک وخورئ.
  • وېښتان مو تقویه کوي، ځکه چې غنم ویټامین بې ۸ لري. نه پرېږدي چې وېښتان مو لاړ شي.
  • د مخ پوست او سترګو دید ته دېره ګټه لري. کله چې زموږ کولمې ویټامین اې جذب کړي، همدا ویټامین زموږ سترګو او پوست ته ښه اغېزه کوي.
  • بې خوبي ختموي او حافظه قوي کوي، که موږ هره ورځ غنم وخورو او یا سمنک څخه ګټه واخلو، نو زموږ حافظه به ډېره ښه کړي، ځکه چې مګنیزیم او فسفر پکي شته دي.
  • کوم څوک چې ډېر چاغ وي سمنک کولای شي د هغه په دنګروالي کې مرسته ورسره وکړي. کوم څوک چې غواړي اندام یې ښه شي، نو سمنک دې ډېر خوري.
  • سمنک د عمر اوږدوالي کې مرسته کوي او زموږ د اعصابو د ارامتیا سبب کېږي.
  • کله چې زموږ پښه یا لاس مات شي، د سمنک خوړل د مات شوي ځایونو جوړولو کې مرسته کوي او ډېره ګټه ورته لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ