له نړۍ

د عربي نړۍ د ښکلا سیالۍ؛ کوموهېوادونو ډېرې ښکلې نجونې لرلې؟

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د الجزایر یوه ښکلې نجلۍ (امیره سماره یحیی) د عربي نړۍ د ۲۰۱۹ کال د ښایست ملکه ټاکل شوې ده.
هغه په داسې حال کې دغه مقام ته رسیدلې ده، چې هېواد یې له سختو سیاسي کشمکشونو سره لاس و ګرېوان دی.

د سیالیو ګټونکې
امیره ته کوم فرد دا امتیاز نه دی ورکړی؛ هغې د ښکلا په کلنۍ سیالۍ کې برخه اخیستې او خپل ښایست یې ورته دا مقام ګټلی.

هغه له دې وروسته، چې سیالۍ یې وګټلې، په ټولنیزو رسنیو کې یې زرګونه خلکو او خاصتاً هېوادوالو (الجزایریانو) د مبارکۍ پيغامونه خپاره او د هغې عکسونه بدرګه کړل.

په عکسونو کې لیدل کیږي، چې نوموړې د خپل هېواد سیمه ییزې جامې اغوستې او خورا ښکلې پکې ښکاري.

په قاهره کې سیالۍ
دا سیالۍ د مصر په پلازمېنه قاهره کې ترسره شوې.
یادې سیالۍ د تېرې شنبې په ورځ په یوه لوی هوټل کې وشوې، چې د ښکلا پېژندنې څو مشهور متخصصان پکې داوران (قضاوت کوونکي) وو.

په دې ورځ د یادو سیالیو وروستنی پړاو و؛ له دې مخکې د دغو سیالیو ګڼ نور پړاوونه ترسره شوي وو، چې امیره او نورې څو خورا ښکلې نجونې یې په پایله کې وروستي پړاو ته رسیدلې وې.

نورې ښکلې څوک وې؟
په یادو سیالیو کې د فلسطین څخه لورین امسیح دویم، له لبنان څخه مریم کمون درېیم، له مغرب څخه نبیله عقیلي څلورم او له عراق څخه نرمین الجعفري پینځ مقام وګاټه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق