اپریل 19, 2021

اړیکه؛ د سالمې اړیکې درلودلو پړاوونه، ډولونه او ګټې

ژباړه او زیاتونه

اړیکه عبارت له هغه جریان څخه ده چې د معلوماتو تبادله په کي کېږي.

سالمه اړیکه یانې په سم ډول تعامل کول او په ښه ډول اړیکه درلودل چې د چا درناوی او حق له منځه په کې لاړ نشي.

څېړنې ښيي، په ورځ کې ۷۵ سلنه زموږ وخت د نورو سره په اړیکه کې تېریږي، ۶۰ سلنه اختلافات په یوې غلطې اړیکه کې دي، ۲۰ سلنه غربیان نشي کولای تر ټولو ساده اړیکه لا جوړه کړي.

د دې لارو په وسیله پوهېدای شو چې زموږ اړیکه ناسالمه ده؛

قضاوت کول، بدلېدل، خفګان او غوسه، سپکاوی او ټوکی کول، نیوکې ته ځواب، ذهني حالت نه درک کول او مقابل لوري ته نه پاملرنه، په پیغام کې شک، امر کول، پېغور او کنایه ویل، بې ځایه نصیحت کول، د ډېرو پوښتنو کول او د هغوی اړتیاوو ته پام نه کول دي.

د اړیکو په جوړولو کې د شخصیت ډولونه؛

ـ کوم کسان چې ژور خفګان لري د ټولنیزې انزوا د رامنځته کېدو سبب کیږي او ټولي اړیکې یې ورځ تر بلې کمېږي.

ـ کوم کسان چې ډېر اضطراب لري، د اړیکو څخه مخنیوی کوي او یا هم برعکس کېدای شي د نورو وګړو شخصي حریم ته وردننه شي.

ـ هغه وګړي چې ډېر شکاک/ بد ګمانه دي، تل غواړي نور وګړي کنټرول کړي. دوی دا فکر کوي چې نور وګړي دوی ته پلان جوړوي او قصد لري چې زیان ورته ورسوي.

ـ کوم انسانان چې ځانته ډېر پام کوي، تل نورو ته امر کوي او د همدې سره اړیکه غواړي جوړه کړي.

ـ تړلي شخصیتونه، دا وګړي په اړیکه کې له حد څخه ډېر وابسته کېږي، ځان او نورو ته ستونزې جوړوي.

که سمې اړیکې ونه لرو؟

د غوسې، وېرې او تهدید حس موږ کې پیدا کیږي، د وینې غوړ لوړېږي، رواني فشار او اضطراب رامنځته کېږي، د دفاعي سیسټم کمزوري کېدل، بد بیني زیاتېدل، د بدن حرارت کمېدل، منفي مسایلو ته پناه وړل او د منفي احساساتو ډېرېدل دي.

موږ کولای شو په دې لارو سره یوه اړیکه پیل کړو؛

اړیکه باید دوه طرفه وي، موخه او قصد مو واضح وي او مقاصد مو ریښتینې وي.

د یوې ښې اړیکې اصول دا دي؛

اړیکې کې موږ ځان مخته کړو، وپېژنو او دوی موږ وپېژني، هڅه وکړو چې له خپل اړیکې سمه ساتنه وکړو، تل په اړیکه کې درناوی په نظر کې ولرو.

د اړیکې مرحلې؛

پوهېدل او د پیغام درک کول، د مخاطب لوري د پاملرنې خپلول، مخاطب لوري ته لاسرسی، په رویه کې بدلون او د پیغام منل دي.

اړیکې په څلور ډوله دي؛

د وګړو ترمنځ اړیکې تل، ډله ییزه اړیکه، جمعي اړیکه او ځان سره اړیکه ده.

نه پاملرنه، رواني فشار، حدس او ګمان، قالبي فکر، په اورېدلو کې ټاکنه، وچ فکرونه او ارزونه زموږ ټولو اړیکو ته زیان رسوي.

نو د دې لارو په وسیله موږ خپل تېري اړیکې ښه کولای شو؛

د ښو خاطراتو یادول، مېلمستیا ته تلل، د بښنې غوښتل، جریمه ورکول، بښل، په اخترونو کې د پیغامونو لېږل او ارواه پوه سره مشوره.

د هر چا په ژوند کې اړیکې ډېري اړینې او ارزښت لرونکې دي او موږ ته ډېرې ګټې هم لري؛ د نورو سره په اړیکه درلودلو موږ خوشحاله او نېکمرغه کېږو، کولای شو له ځانه ساتنه وکړو، د ښې اړیکې په درلودلو سره د وېرې او اضطراب څخه مخنیوی کولای شو، کېدای شي مینه او صمیمیت مو ډېر شي، ښه اړیکه د غلطۍ د اصلاح کېدو سبب کیږي.

نو که دا ټکې په نظر کې ونیسو تل به ښې اړیکې ولرو.