د هندوستانۍ سېنما مشهور فلم ستوري سلمان خان د دغه سېنما د یوه بل تکړه اداکار ارجن کپور سره خپله دښمني لا سخته کړه.
سلمان خان پر خپل کور وروسته له ارجن کپور څخه د هغه پلار هم په خپل کور بند کړ او اجازه نه ورکوي چې کور ته یې راشي.
هندۍ رسنۍ وایي، دبنګ خان پر ارجن کپور او د هغه پر پلار د ده کور ته د ورتللو بندیز لګولی.
رسنۍ وایي، په دې ورځو کې د بوني کپور د زوی او فم ستوري ارجن کپور او سلمان خان د پخوانۍ ورېندارې ملائېکه اروړا خان تر منځ د نژدې اړيکو او ملګرتیا خبرونه تاوده دي.
دوی دواړه یعني ملائیکه اروړا او ارجن څو ځل سره یو ځای او لاس په لاس هم لیدل شوي دي.
د معلوماتو له مخې چې د سلمان خان او ارجن کپور تر منځ لانجې او کینه هم پر همدغه خبره پیدا شوې او سلمان خان نه خوښوي چې دې د ده د پخوانۍ ورېندارې سره ارجن کپور لاس په لاس وګرځي.
همدا لامل دی چې سلمان خان لومړی د بوني کپور په یوه فلم کې د کار کولو څخه انکار وکړ او وروسته له هغې یې لومړی ارجن کپور او بیا بوني کپور خپل کور ته له ورتګه منعه کړل.
د یادولو ده چې په تېر کې هم د سلمان خان له ناسکه خور ارپیتا خان (هغه چې سلمان خان ورته خور ویلي) سره هم ارجن کپور د نژدې اړیکو او ملګرتیا خبرونه ورکول شوي و مګر دغه اړيکه پای ته ورسیده.
خو د دغه رشتې له ختمېدو وروسته ارجن کپور او د سلمان خان د کشرۍ ورېندارې او فلم لوبغاړي ارباز خان د مېرمنې ملائیکه اروړا تر منځ د یارانې او ملګرتیا خبرونه دومره تاوده شوه چې حتی ویل کیږي په روان کال کې به سره دواړه د واده په تار وتړل شي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ