د سلمان خان د پلار ګواښوونکی، کس پولیسو ونیو !

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوري سلمان خان کورنۍ او د هغه شخصي سکرټر ته اخطار ورکوونکی کس د هندوستان پولیسو نیولی.
ویل کیږي دغه کس د سلمان خان کورنۍ ته له زنګ وهلو وروسته هغوی ته اخطارونه ورکړي چې سلمان خان دې ورته په فلم کې کار ور کړي که نه نو بدې نتیجې به ولري.
د رسنیو د رپوټ له مخې، دغه کس شاه رخ غلام نبي نومیږي چې د هندوستان د اتراپردیش ایالات د اله اباد د سیمې اوسیدونکی دی.
د معلوماتو په اساس ویل کیږي یاد کس د سلمان خان د شخصي سکرتر نمبر پیدا کړی او ورڅخه غوښتي وه چې غواړې د فلم هیرو سلمان خان سره یوځای کار وکړي.
خو کله چې سکرتر ورته انکار کړی ترې وروسته دغه کس غلام نبي په یوه بله طریقه د سلمان خان د پلار د ټلیفون شمېره پیدا کړې او تر زنګ وهلو وروسته هغه هم ګواښلی.
د سلمان خان پلار سلیم خان ته پر ټلیفوني اړېکه دغه کس ویلي، که ورته سلمان خان سره د کار کولو اجازه ورنکړل شي نو کورنۍ ته به یې سخته تمامه شي او خطرناکه پایله به ولري ځکه چې دی د (چهوټا شکیل) له ډلې سره تړاؤ لري.
د ګواښونو له اوریدو وروسته د سلمان خان سکرټر پولیس خبر کړي او د ګواښکونکي سړي په خلاف یې شکایت کړي وه، چې وروسته بیا پولیسو په وخت اقدام کړی او د ټیلفون د شمېرې پر مټ یې دغه کس نیولی.

د کابل او لوګر بریدونو کې له ټپيانو سره د مرستي په پار خپل مډالونه لیلاموي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د آزادي مبارزې او جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري خپل دوه نړیوال مډالونه لیلاموي، تر څو په پيسو یې د کابل د لوېدیځ او لوګر د بریدنونو له ټپيانو سره مرستي وکړي. ... نور ولولئ