سینما او موسیقي

سلمان خان به هندی جاسوس شي !

اعلان

د هندي سينما تکړه ستوری سلمان خان دا ځل په یوه بل فلم کې د یوه هندي جاسوس رول لوبولو ته تیاری نیسي.

د بالیوډ سلطان سلمان خان تر دې وړاندې په ایک تها ټائیګر او ټائیګر زنده هی کې د هند د استخباراتي ادارې یا رو د یوه کار مند رول لوبولی.

په دغو دواړو فلمونو کې ورسره ښکلې فلمي ستورې کټرینا هم مرکزي لوبولی وه خو په ټائیګر زنده هی کې یې رولونه ځکه جالب وه چې اور او اوبه سره یوځای شوي ول، یعني په دغه فلم کې د پاکستان استخباراتي اداره آي ایس آي او د هند استخباراتي اداره را سره یوځای کار کوي.

اوس ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو د رپوټو له مخې لیکلي، دا ځل به سلمان خان د اکشن څخه په ډک یوه بل فلم (ویټرن) کې هم د یوه هندي څارګر رول ولوبوي.

د رپوټ له مخې، ريال لائف پروډکشن هاؤس د ویټرن فلم د جوړېدو ټول حقونه د جنوبي کوریا د سي جي پروډکشن څخه تر لاسه کړي دي.

د اکشن او جنګ څخه ډک دغه فلم کې به سلمان خان مرکزي رول ولوبوي، خو په رپوټ کې د فلم نورو لوبغاړو په تړاؤ زیات څه نه دي ویل شوي.

د یادولو ده چې د بالیووډ سلطان په دې ورځو د علي عباس ظفر په لارښوونې جوړېدونکي فلم بهارت په شوټینګ مصروف دی، چې په دغه فلم کې هم ورسره تکړه فلمي هيروئینه کټرینا کیف مرکزي رول لري.

د دوی دواړو تر څنګ په بهارت فلم کې ډيشا پتاني، تبو، سنیل ګرور هم شته، اټکل دی چې دا فلم به د روان میلادي کال په جریان کې د اختر د خوښیو پر مهال پر سېنما ګانو روښانه شي.

د سلمان خان مینوال د نوموړي د وروستي فلم ریس۳ له ناکامېدو وروسته د دغه فلم لپاره بې صبرۍ انتظار باسي او فکر کوي چې دغه فلم به یې د تېر ناکام فلم قصور هم وباسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی