مجرد سلمان خان؛ تر اوسه هېچا هم راته د واده وړاندیز نه دی کړی

د هندي سینما مشهور فلم ستوری سلمان خان اوس ۵۳ کاله عمر لري، د نوموړي په لوبیز ژوند کې د ده څخه ډېر پوښتل کېدونکې پوښتنه دا ده چې کله او چا سره به واده کوي.
د نوموړي ستورې نوم تر اوسه د ډېرو مشهور ښځينه فلم ستور سره یوځای یاد شوی، خو اوس په یوه مرکه کې هغه ویلي چې تر اوسه ورته هېچا د واده وړاندیز نه دی کړی.
په فلم فيئر ټلویزیوني پروګرام کې د یوې مرکې پر مهال د نوموړي د وروستي ریلیز شوي فلم(بهارت) د یوه سین په تړاو دغه پوښتنه وشوه.
په فلم بهارت کې له سلمان خان سره ښکلې فلم ستورې کټرینا کیف مرکزي رول لوبولی، چې په دغه سین کې نوموړې خان ته د واده وړاندیز کوي.
په دغه سین خبرې روانې وې چې سلمان خان حیرانونکې خبره وکړه، په خبره یې تر اوسه یې په ژوند کې داسې څه نه دي لیدلي چې څوک ورته د واده وړاندیز وکړي.
ده زیاته کړې چې ممکن دی ډېر رومانوي نه دی، د شمعو په رڼاګانو کې د غرمې ډوډۍ نه شي خوړلی، ده زیاته کړې چې په تیاره کې ورته دا هم نه ښکاري چې څه کوي.
د نوموړي فلم ستوري په خبره چې زیات خواشینی دی چې تر اوسه یې ورسره چا واده ته زړه نه دی ښه کړی.

په اوس وخت کې د سلمان خان په تړاو له ډېرې اوږدې مودې داسې خبرونه خپریږي چې نوموړی د خپلې نژدې ملګرې او د رومانیه هېواد له سندرغاړې او ماډلې یولیا ونتور سره د یارانې اړیکه لري.
دغه دواړو په ډېرو ځایونو او مراسمو کې سره یوځای هم لېدل شوي.
تر دې وړاندې د سلمان خان اړیکې د ښکلې ستورې کټرینا کیف سره د مینی اړیکه وه، د دې سربېره یې سنګیتا بجلاني سره هم نوم یادېده.
د لوبیز ژوند په پيل کې د سلمان خان اړیکې د ایشوریا رائ سره هم وي چې ډېر وخت یې دوام وکړ او بیا سره بېل شوه.
خو د دومره ډېرو اړیکو سربېره بیا هم دی وایې چې تر اوسه ورته چا د واده وړاندیز نه دی کړی.
د یادولو ده چې د سلمان خان او کټرینا کیف اړیکې هغه وخت ختمې شوې چې دغې اداکارې د رنبیر کپور سره اړیکې زیاتې کړې.
سلمان خان او کټرینا کیف یو بل سره په څو فلمونو کې يوځای هم کار کړی او تر اوسه هم یو بل خپل نژدې دوستان ګڼي.
د دوی دواړو وروستی فلم بهارت دی چې څه موده وړاندې پر سینما نندارې ته وړاندې شو.
باید وویل شي چې کټرینا کیف وړاندي پریانکا چوپړا د دغه فلم لپاره غوره شوې وه خو په وروستیو وختونو کې یې بیا په دغه فلم کې کار کولو ته زړه ښه نه کړ.
په دغه مرکه کې هم سلمان خان په دې تړاو ویلي چې کټرینا د فلم لومړۍ ټاکنه وه پریانکا د فلم لارښود علی عباس ظفر او د ده خور سربېره د فلم شریک پروډيوسر الویرا اګني هوتري ته زنګ وهلی و او ترې غوښتي یې وه چې په دغه فلم کې ورته موقع ورکړي.
خو په خبره یې چې د شوټینګ نه څو ورځې وړاندې یې ورته د نه ځواب ورکړ او امریکايي سندر غاړي نک جونز سره د واده خبره یې وکړه.
 

د ژوند د تحول لټون!

by حنیفه مومند ، کابل in بریا او پرمختګ

سهار وختي وو. د لمونځ نه پس مې د خپل کور په حويلۍ دوره وهله. ذهن مې نارامه وو، له ځان سره مې وويل، دا نو څه ژوند دى هره ورځ په يو کار پسې ... نور ولولئ