پر سلمان خان د سوشانت سينګ راجپوټ د مرګ تور دی.

خبريال: مدثر دعوت
د رسنيو د خبر له مخې يو پياوړي هندي وکيل د سلمان خان او کرن جوهر په شمول پر اتو کسانو د سوشانت سينګ راجپوټ د مرګ تور لګولی.
دې مدافع وکيل ادعا کړې چې اتو کسانو د ډول ډول توطيو له مخې سوشانت دې ته اړ کړ چې ځانوژنه وکړي نو ځکه يې د دوسيې موضوع ته د قتل نوم ورکړی دی.
پدې دوسيې کې د باليووډ اته مشهورې څېرې سلمان خان، عاليه بټ،کرن جوهر، ساجد ناډيا ډوالا، سنجی ليلا بنسالي، د ټي سيريز کمپنۍ مشر بوشن کمار، د يش راج کمپنۍ مشر اديتيا چوپړا، د سيريالونو جوړوونکې ايکتا کپور او دنيش ويجن هغه کسان دې چې توطيه يې جوړه کړې وه تر څو د سوشانت فلمونه په سېنما کې په سم او مکمل ډول ريليز نسي ، او د خپلو اړيکو او شناخت په زور يې د سوشانت څخه د هغه وروستي ۸ لاسليک سويو فلمونو پروژې بيرته اخيستي وې، ځکه نوموړي تر شا هيڅ ډول ملاتړ نه درلودی نه يې هم په باليووډ کې د خپلوانو څخه څوک وو.

ويل کېږي چې د رابطه فلم لپاره لومړی د سوشانت سره عاليه بټ انتخاب سوې وه خو هغې سوشانت د کمزوري قوم څخه ياد کړی وو او مخامخ يې ورته ويلي وه چې ته د ټيټ ذات څخه يې نو ځکه يې، د فلم لپاره په ښځينه رول کې کريتي سانون انتخاب کړې وه.
همدارنګه سونم کپور نوموړی يو کوچنی لوبغاړی ياد کړی وو،نو ځکه اوس په ټولنيزو رسنيو کې هندوانو عاليه بټ او سونم کپور ان فالو کړيدي.
مدافع وکيل ادعا کړې چې سلمان خان په خپل ټول وس د راجپوټ د پرمختګ مخنيوی کوی،د هغه لاسليک سويو پروژو ته به يې ستونزې جوړولې او د نوموړي د مرګ يو لامل وو.

راجپوټ د يش راج او د کرن جوهر د کمپنيو سره په د عوه کې وو ،ځکه کرن جوهر د ډاريو فلم د نټفليکس له لارې خپور کړی وو خو د سوشانت غوښتنه وه چې بايد لومړی په سېنماوو کې خپور سي.
د يش راج کمپنۍ هم سوشانت يو نيم کال انتظار کړی وو، هغه مجبور سو چې د رام ليلا، باجيراو مستاني او فيتور غوندي مهم فلمونه پريږدي،چې وروسته د يش راج کمپنۍ هم ورته فلم ورنه کړ او ترمنځ يې شخړه رامنځته سوه.
د وکيل سودير په خبره ۷ کمپنيو سوشانت ته د فلم ورکولو څخه ډډه کړې وه که چېرې نوموړی ژوندی پاته سوی وای مجبور وو بيرته يې سيريالونو ته مخه کړې وای او خپله سخته ناکامي يې منلې وای،نو همدا دليل وو چې سوشانت خپل هيلي له لاسه ورکړي وې او ترکلونو مبارزو وروسته يې بياهم کومه مثبته پايله ترلاسه نکړه،د مايوسۍ وروستي حد تر رسېدلی وو.

محکمې ددې وکيل د شکايتونو او دوسيې د څېړلو لپاره د جولای دريمه نېټه اعلان کړېده.
د ۳۴ کلن سوشانت سينګ راجپوټ د مرګ په اړه يې کورنۍ د ډيرو تحقيقاتو غوښتنه ګړې تر څو د مرګ علت يې مالوم سي.
د سوشانت تر ځانوژنې وروسته يې خاله رسنيو ته وويل:” زه فکر نکوم چې هغه به ځانوژنه کړې وي،دا قضيه ډېره مشکوکه ده او پوليس بايد دا موضوع وڅېړي،داسي ښکاري چې دهغه د مرګ لپاره توطيه جوړه سوې او هغه يې په قتل رسولی”.

د سوشانت د مرګ په اړه پوليس هم شک لري او تحقيات يې پيل کړي، بل خوا بيا د نوموړي مينوال سخت په قهر دې او په لاريونونو کې يې د سلمان خان، کرن جوهر او عاليه بټ انځورونو ته اور اچولی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ