Advertisements
سینما او موسیقي

سلمان خان ته د مرګ ګواښ څوک کوي؟

د هندي سینما وتلي فلم ستوري سلمان خان ته په ټولنیزه رسنیو کې د مرګ اخطارونه ورکول کیږي او دا داسې معلومیږي چې ۲۱ کاله وړاندې د یوې هوسۍ وژل ورته ګران تمام شوي او دغه قضیې یې تر اوسه هم شا نه ده پرېښي.

د انډیا ټوډی ورځپاڼې د رپوټ له مخې د پنجاب پوهنتون زده کړیال د (سټوډنټ یونین) په نوم فیسبوک پاڼې څخه سلمان خان ته د مرګ ګواښ کړی.

د نوموړي پر تصویر یې سره نښه کړې او ورسره یې لیکلي: سلمان خانه ته فکر کوي چې د هند له قانونه هم لوړ یې، مګر بشنوئي برادري او سوپو پارټي به تاته حتماً د مرګ سزا درکوي، ته د سوپو محکمې ته مجرم یې.

په رپوټ کې ویل شوي چې د سوپو څخه یې هدف د ( د پنجاب د پوهنتون د زده کړیالانو یووالی) ځخه او بشنوئي برداري د راجستان هندي قبایل دي چې د هوسیو ښکار بده مني.

بل لورته سلمان خان ته په ۲۷ سپټمبر باندې د راجستان ښار جودهپور یوې محکمې د هوسۍ د ښکار په قضیه کې د نه حاضرېدو له امله اخطار ورکړی او ویلي يې دي چې که نوموړي دا ځل حاضر نه شي نو ضمانت به یې منسوخ شي.

تر دې وړاندې هم په دغه قضیه کې سلمان خان ته څو ځله محکمې د بند او جرمانې سزا اورولې او بیا په ضمانت خوشې شوی، خو ورته مخکې هم د د ده وژلو ګواښ شوی وه.

تېر کال یوه بدمعاش نوموړي ته د وژلو ګواښ کړی وه چې بیا سلمان خان په خپل امنیت کې تغیر راوست او امنیتې کسان یې اضافه کړل.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی