د هندي سینما مشهور فلم ستوري سلمان خان د خپل فلم (نوټ بک) څخه د پاکستاني تکړه سندر غاړي عاطف اسلم نوم لري کړی.
د هندي کشمیر کې د پلوامه ځانمرګي برید وروسته چې په کې د هند یو شمېر نیمه نظامي ځواکونه ووژل شول هندیان سخت غوسه کړل او د سیاسیونو، کرکټ لوبغاړو نیولي تر فلمي ستورو ټولو په دغه پېښه سخته خواشینې ښودلې او تر څنګ یې په یو نه یو ډول سره د پاکستان هېواد سره خپله دښمنې څرګنده کړې ده.
د پلوامه ځانمرګي برید وروسته د پاکستان سره د هندیانو دښمني پيل کې یوې هندې کمپنۍ د پاکستان سوپر لیګ د خپرولو انکار وکړ، ورپسې تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر پاکستاني سندر غاړو او پاکستاني فلم لوبغاړو او ډرامې کارکوونکو بندیز ولګاوه او دا ځل اوس ایکسپریس نیوز خبرې ویبپاڼه وایي، سلمان خان د خپل فلم څخه عاطف اسلم نوم لری کړی او نه غواړي چې دا ځل یې فلم کې دغه مشهور سندرغاړی سندرې ووایي.
رپوټونه وایي، سلمان خان د نوموړي په پروډکشن کې جوړېدونکي فلم (نوټ بک) څخه پاکستان سندرغاړی عاطف اسلم ویستلی او د معلومات له مخې پروډکشن هاؤس سلمان خان فلم سمدستي د یاد شوي پاکستاني سندرغاړي پر ځای هندي سندرغاړی نیولی.
د معلوماتو له مخې، د فلم د سندرو دویم ځلي ریکارډ به یو یا دوه ورځو کې پيل شي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ