Advertisements
سینما او موسیقي

د ډېرو لیدونکو فلمونو په نوملړ کې سلمان خان شاه رخ خان وروسته پرېښوده

په تېره لسیزه کې د هندي فلم ستوري سلمان خان فلمونه د بالیوډ سینما د پاچا شاه رخ خان څخه زیات کتل شوي دي.

په تېر ورځو کې د ۲۰۱۹م کې له پایته رسېدو سره سم د یوې لسیزې په پای او جریان کې په بېلابېلو ګټګوریو کې د فلمونو د کتوونکو له نظره یوه جدول برابر شوی چې په هغې کې فهرسټ کې که څه هم د له شاه رخ خان څخه د سلمان خان فلمونه زیات کتل شوي، خو تر ټولو زیات بیا د بالیوډ مراهټي فلمونو مشهور لوبغاړي پربهاز فلمونو ډېر لیدونکي لري دي.

هندي رسنیو د رپوټ له مخې په دغه نوملړ کې د غوره لس هندي فلمونو نومونه دي چې د فهرست په سر کې د پربهاز مشهور فلم (باهوبلي) دویم فلم شامل دی.

په دغه جدول کې د سلمان خان نوم ځکه د یادولو وړ دی چې په لسو غوره فلمونو کې، چې ليدونکي یې لرلي دي، څلور فلمونه شامل دي.

نوملړ کې لس غوره فلمونه په لاندې ډول دي:

۱) باهوبلي دویم فلم (Bahubali: the conclusion) چې په کال ۲۰۱۷ کې د سینما پر پردو ریلیز شو او د ډېرې زیاتې ګټې تر څنګ یې دا دی د زیاتو لیدونکو له نظره هم په لومړي مقام کې راغلی.

۲)  بجرنګي بهائ جان(Bajrangi Bhaijaan) د سلمان خان فلم دی چې په کال ۲۰۱۵ کې پر سینما روښانه شو.

۳) باهوبلی لومړی فلم(Bahubali: the beginng) د پربهاز هغه فلم دی چې په ۲۰۱۵ کې ریلیز شو او له یوې لویې تلوسې سره پایته ورسېده. همدا لامل و چې دویم فلم یې زیات ليدونکي پيدا کړل.

۴) دنګل(Dangel) د هندي سینما مشهور فلم ستوري عامر خان کامیاب فلم دنګل په دغه نوملړ کې څلورم ځای لري.

۵) ګول مال اګین(Golmaal Again)، خندونکی فلم چې په ۲۰۱۸ کې ریلیز شوی په پنځم نمبر کې راغلی دی.

۶) پي کی(PK) د ځانګړی سبک لرونکی هندی فلم ستوری عامر خان دغه کامیاب فلم په ۲۰۱۴ کې پر سینما خپور شو.

۷) ټائیګر زنده هی(Tiger Zinda hai) د سلمان خان فلم په ۲۰۱۸ کې خپور شوی او اووم نمبر کې راغلی دی.

۸) دبنګ(Dabbang) د سلمان خان هغه فلم چې له نن څخه پوره ۱۰ کاله وړاندې په ۲۰۱۰ کې ریلیز شوی و، تر اوسه د ډېرو لیدونکو فلمونو د قطار په اتم نمبر کې دی.

۹) سلطان(Sultan) د سلمان خان دغه فلم په ۲۰۱۶ کې ریلیز شوی و او یو کامیاب فلم ثابت شوی و.

۱۰) چینایې اکسپریس(Chennai Express) په دغه نوملړ کې د شاه رخ خان یوازینی فلم چې په ۲۰۱۳ کې خپور شوی و.

په پورته نوملړ کې د سلمان خان څلور بجرنګي پهائي جان، ټائیګر زنده هی، دبنګ او سطان شامل دي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی