فبروري 24, 2021

سلمان خان بیا له شاه رخ خان سره یوځای د سینما په پرده راڅرګندیږي

د بالیووډ پاچا “شاه رخ خان” دا مهال د خپل نوي فلم پټان په شوټینګ بوخت دی، چې په اړه یې راپورونه وایي، چې د دې فلم په صحنو کې به “سلمان خان” هم راڅرګند شي.

“شاه رخ خان” او “سلمان خان” د ‘کرن جوهر’ ، “کچھ کچھ ہوتا ہے” ، ( ہم تمھارے ہیں صنم) بلاک بسټر فلمونو کې یو ځای ليدل شوي یا لوبېدلي دي.

اوس راپورونه وايي، چې د بالیووډ سلطان به د باليود پادشاه سره په “پټان” فلم ‘ کې یو ځل بيا يو ځای وليدل شي.

د ‘پټان’ فلم په اړه داسې ويل کېږي، چې “سلمان خان” به په دې فلم کې د “شاه رخ خان” د ملګري په توګه رول لوبوي.

په همدې ډول، ‘سلمان خان’ به د فلم په نورو صحنو کې هم وليدل شي.

د یادونې وړ ده، چې د پټان فلم ځينې صحنې د نړۍ تر ټولو لوړي ودانې خليفه برج کې جوړېږي، چې دا صحنې به د فلم د مهمو او ګران بيه صحنو څخه شمېرل کېږي.

د “شاه رخ خان” سربیره په دې فلم کې “دیپیکا پډوکن” او “جان ابراهم” هم برخه لري.

که څه هم تر اوسه د پټان فلم د خپریدو نیټه نه ده اعلان شوي، خو ځینې بهرنۍ رسنۍ ليکي، چې د پروډکشن هاوس لخوا به ډېر ژر دا نیټه روښانه یا اعلان شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*