سینما او موسیقي

سلمان خان، ډپيکا پډوکون سره په یو فلم کې د کار کولو هیله لري

اعلان

د هندي سینما تکړه فلم ستوري سلمان خان هغه لاملونه په ګوته کړي چې له مخې یې ولې د بالیوډ له تجربه کارې، ښکلې هیرويېنې ډپیکا پډوکون سره تر اوسه په یوه فلم کې جوړه کار نه دی کړی.

دبنګ خان د هندي سینما هغه ستوری چې له ډېره وخته یې پر بالیوډ راج چلیږي، خو تر اوسه یې ډپيکا سره یوځای په یوه فلم کې کار نه دی کړی.

هندي خبري ویبپاڼې انډیا ټوډی په دې تړاو یو مطلب خپور کړی او په کې يې لیکلي چې سلمان خان تقریبا د هرې مشهورې اداکارې سره په یوه فلم کې جوړه راښکاره شوی، بلکې د سلمان خان په تړاو دا هم مشهور دی چې نوموړی نوې نجوني د فلم نړۍ ته راولي او موقع ورکوي چې په فلمونو کې کار وکړي.

مګر ډپيکا یوازینۍ مشهوره فلم ستورې ده چې تر اوسه یې د سلمان سره په یوه فلم کې کار نه دی کړی.

د بالیوډ د هر نوي ممثیل دا خوب وي چې د دغه خان سره په یوه فلم کې راشي خو د سلمان خان دا خوب دی چې د ډپيکا سره په یوه فلم کې کار وکړي، نوموړي اوس دغه خبرې کړي دي.

دبنګ خان د دپیکا سره په یوه فلم کې د کار کولو هیله ښودلې او په دې یې هم خبرې کړي چې ولې یې تر اوسه ورسره فلم نه دی جوړ کړی.

په یوه مرکه کې سلمان خان روښانه کړې چې تر اوسه کوم د فلم لارښود د ډپيکا سره په یوه فلم کې ورته د کار کولو وړاندیز نه دی کړی او په خبره یې چې پډوکون د بالیوډ یوه نوموتې ستورې ده او د هغې سره د کار کولو هیله لري.

نوموړې زیاته کړې که چېرته ورته د پډوکون سره په یوه فلم کې کوم ښه وړاندیز وشي نو باوری دی چې یوځای به ورسره کار کوي.

بل لور ته:
ډپيکا پډوکون هم په دې تړاو په دې ځواب کې چې ولې له سلمان خان سره په یوه فلم کې کار نه کوي ویلي، چې کله یې هم نه دي ویلي چې د دبنګ خان په یوه فلم کې کار کول نه غواړي او دا اختیار هم نه لري چې چا ته ووایي چې د چا سره په یو فلم کې رانشي خو په خبره یې چې فکر کوي هر کار باید په خپل وخت تر سره شي او د سلمان سره به هم په خپل وخت کې په یوه فلم کې راشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی