مارچ 5, 2021

د سلمان خان هغه مشوره چې د سوناکشي ژوند یې بدل کړ

د هندي سینما د مخکښ فلم ستوري سلمان خان یوه نصحیت د اوسني بالیوډ ستورې سوناکشي سنها څخه فلم ستورې جوړه کړه.
د فلم (دبنګ) څخه فلم نړۍ ته راغلې فلم دې ستورې سوناکشي سنها ویلي چې د سلمان خان یوې خبرې یې ژوند بدل کړ.
سوناکشي ویلي چې یو وخت یې وزن ۹۰ کیلو وه او د دومره زیات وزن سره یې کله هم فکر نه کاوه چې هيروئینه دې جوړه شي، خو په خبره یې چې د سلمان خان نصحیت پرې جادو وکړ، یوازې وزن یې کم کړ خو اوس د بالیوډ په څو شمار لوبغاړو کې شمېرل کیږي.
د بالیوډ سینما ته له راتلو وړاندې سوناکشي د ډيزاينر په توکه په سینما کې خپل لوبیز ژوند پيل کړی و تر څو سلمان خان ورته د وزن د کمولو مشوره ورکړه، ځکه سلمان خان غوښتل سوناکشي د هيروئینې په توګه خپل کیرئیر پيل کړي.
د سلمان خان پر نصیحت فلم ستورې سنها عمل وکړ او ۳۰ کیلو ګرام وزن یې کم کړ او په ۲۰۱۰ کال کې سلمان خان سره په فلم (دبنګ) فلم کې یې کار وکړ.

د یوې مرکې په جریان کې سوناکشي سنها د سلمان خان نه مننه کړې وه او ویلي وه چې له مله یې اوس د وزن په کمولو خوشحاله ده.
باید یاده شي چې سوناکشي په فلم (راوډي راتهوړ، دبنګ فلم سیریز، لټيرا، بولیټ راجا) په شمول یوشمېر نورو کامیابو فلم کې کار کړی او دا ځل به د دبنګ۳ فلم کې هم د سلمان خان سره راښکاره شي.