افغانستان ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر مخکښان

د افغانستان لايق

لیکنه: شرف الدين عظيمي

درې ورځې وړاندې مې د غرزي لایق پر فیسبوک پاڼه ولوستل، چې د پلار سلېمان لایق د مرګ خبر یې دروغ دی، لایق صاحب ژوندی دی او ډاکټران یې په درملنه بوخت دي، خو زما زړه ته ولویده، چې سړی دا ځل ښه نه‌دی؛ هغه و، چې تېره شپه مې په یوه خصوصي ټلویزیون د لایق صاحب د مرګ خبر واورېد.

دا نو داسې يو بد خبر و، چې افغانستان لپاره يې لويه ضايعه بللای شو. افغانستان بې لایقه شو او یا هم که ووایم مبالغه به مې نه وي کړې، چې بې لیاقته شو، له دې سره یوه لویه تشه یې رامنځته شوه. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مې د لایق صاحب په اړوند د پخوانیو مجاهدینو، طالبانو، د لایق د ګوندي او سنګر د ملګرو، ستمیانو، خبریالانو، شاعرانو د ده شخصي ملګرو یوه نیمه لیکنه ولوسته، په ټوله کې خبرې ضد او نقیص وې، کولی شم ووایم، چې هر چا خپله ډوډۍ پرېړه کړې وه او له خپله انده یې قضاوت کړی و.
ما څو ځله په ځینو محفلونو کې لایق صاحب ولید، خو نږدې مې خبرې او پيژندګلوي نه وه ورسره شوې، یوازې شعرونه مې لوستي و، زما نظر د ده تر شعرونو محدود دی، غواړم په تړاو یې خپل احساسات ددې کرښو له لارې در سره شريک کړم.

د لایق پر مړینه خدايي دوه احساسه راته پیدا شول؛ یو دا چې افغان ولس یو ستر شخصیت او یو ريښتینی بچی، چې تر پایه د وطن لپاره په وطن کې پاتې شو، له لاسه ورکړ او دویم دا چې هر انسان دې همداسې ژوند وکړي، څه دول چې لایق وکړ، ژور، روښانه او ویاړلی ژوند. هر انسان هیله لري، چې تل پاتې (جاویدانه) شي، خو ډېر لږ وګړي دي، چې خپلې دې هیلې ته رسېږي او يا ځان رسوي.

د لایق شخصیت او ژوند زما لپاره لاقل دوه اړخه لري، یو یې سیاسي او بل یې فکري او کلتوري اړخ دی، زه په دې باور یم، چې دا دوه اړخه به یو پر بل اغېز هم لري، خو زما چې څه یاد دي، پرې خبر یم او یا مې عمر همداسې وایي، هغه د ده وروستي کلونه او ژوند دی، چې په فکري تولید کې يې تېر کړ. ډېر ځوانان به یې خواته ورتلل او وخت ناوخته به یې مرکې خپرېدې. ده خپلې تجربې له خلکو او په ځانګړي ډول ځوان کهول سره شریکولې، تر ډېره بریده به یې خپلې ښې او بدې دواړه خلکو ته ویلې. دا خبره ماته ډېره اړینه وه، تر پایه به یې د نړۍ هغه مفکرین او فیلسوفان را په زړه کول، چې ورته ژوند او چارې یې لرلې، دا یې یو ښه کار او غوښن اړخ و.

د لایق مذهبي کورنۍ، یاغي ځواني، سیاسي او چپ فکرونه، په ډېرو مسایلو او ډلو ټپلو کې ښکېلتیا ښایي د نقد وړ وي، خو هغه برخه زما لپاره نا اشنا ده، ځکه زه یې په دې اړخ د نظر حق نلرم او نه هم ځان ته دا صلاحیت ورکوم، مګر پرېښته یې هم نشم بللی، خو ځوانانو ته غواړم یوازې دا ووایم چې په ورته برخلیک له اخته کېدو په وېره کې واوسيږي او غواړم په زغرده دا هم ووایم چې دا اوس دستي یې په افغانستان کې ساری او جوړه نه وینم. د لایق مرګ موږ داسې خوار کړو او ځای یې په ریښتینې مانا داسې تش شو، چې بیا به یې ژر ډک نشو کړای.
لایق یو باسواده شاعر و، ډېره ژوره مطالعه یې لرله، لایق په ډېره خامه ځوانۍ کې دکارت لوست او په خپل ټول ژوند یې بېلابېلې فلسفې ولوستې، زه کولای شم ووایم چې خپله یو ژور فیلسوف وه، د افغانستان د بېلابېل سیاسي نظامونو په جریان کې عملاً ښکېل و او هغه یې ازمویلي او مطالعه کړي و. په لر او بر ګرځېدلی سړی و، تاریخ یې ژور لوستی و او په ټوله کې یو شعوري انسان وه، انساني روحیه یې خورا لوړه وه او په حالاتو هغه ډول خوږېده چې موږ نشو پرې خوږېدای او پوهېدای. د لایق شعرونه فوق العاده ژوندي، ثابت او کلک دي. د لایق ژبه یا ادبیات، جرات، ریښتینولي، نقد او د تاریخ د بېلابېلو پړاوونو اوبدل د ده په شعرونو کې ډېر اوچت او له ورایه روښنایي کوي. کېدای شي، د ډېرو هغو له نظره د لایق شعرونه د نقد وړ وي، خو زما لپاره وطن دوستي، مثبت توب او تر اخیره پورې همداسې پاتې کېدل ډېر مهم دي.

لایق نوې لارې ویستې، تر څو یو بل انسان شي، د نورو په څېر محافظه کاره نه و او پېښې یې هم نه کولې، لایق خپل نوم بدل کړ، خپل فکر یې بدل کړ، د پلار او کورنۍ ټولو سپېرو او زړو فکرونو ته یې شا کړه، ځان یې د نورو خلکو د هیلو پوره کولو مسوول نه ګاڼه، لایق هغه لارې ووهلې چې خپله یې هم په تمه نه وو، لایق تر وروستیو پورې پر خپلو باورنو ولاړ پاتې شو، خو خپلې تېروتنې یې هم منلې او ویې کولای شول، خپل باورنه پاخه کړي، ژوند پرې وکړي او پرې تل پاتې (جاویدانه) شي.

زما په اند لایق هم د نورو پښتنو مشرانو په څېر له ارمانونو ډک زړه ومړ او په زړه یې زرګونه داغونه پاتې شول. ډارېږم چې دا وير به ډېرو زړونو کې نیمګړی پاتې شي، ډېر به په ژوند د دوزخ په لمبو کې ولولپه کړي او د لایق په څېر به يې ارمانجن له دنیا تېر کړي.

لایق هم د ټولو هغو زړورو، توریالیو، بریالیو او میړنیو په قطار کې ودرېد، چې د ده د شعرونو اصلي کرکټر وو او د غم سورایانې به یې ورته غږولې. هو لایق نور د تلليو بې شمېره انسانانانو په ډله کې ورحساب شو او ورحسابېږي، خو له موږ نه ولاړ. زه وایم ورشه او له ټولو تلليو وطنپالو میرویس نیکه، احمد شاه بابا، شیرشاه، ملالې، امان باچا، پاچاخان، غني خان او نورو سره وګوره. میرویس نیکه ته ووایه، چې ګرګین بیا پر افغان مېنه خېټه اچولې، سیمه یې په شیطنت توره کړې او نه سمېږي، احمد شاه بابا ته ووایه چې خبره له اټک تر مټک پورې راورسېده، ملالې ته ووایه، چې خپلې لنډۍ نورې هم تر میونده ورلنډې کړي، ځکه چې د ننګ او غیرت چیغه اوس په عربي او اروپايي هېوادونو کې لوټېږي، خرڅېږي او معامله کېږي، پاچاخان ته ووایه، راپاڅاېږه، له خپل خوبه راویښ شه، ځکه چې پښتون اوس په نړۍ کې د تشدد او وحشت یوه ستره بېلګه او مثال بلل کېږي، امان الله خان ته ورشه او زما له خوا ځانګړی سلام ورته ووایه او ورپه یاد کړه، چې په پلرنۍ سیمه کې مې اوس هم د پيرانو بلغمونه تبرک دي او هغه توره خپکۍ لا تر اوسه هم خپره او پلنه ده، غني خانه ته هم ورشه، خپله قصیده بیا بیا ورته بیان کړه. زه فکر کوم، چې په دې کار به دې زړه تش شي، ورشه! او خپل ټول احساسات ورته بیان کړه.

ورشه او ورته ووایه چې یو باتور ملت غرق شو، یو مضبوط وطن ونړېد او له خاورو سره خاورې شو، دا هم ورته ووایه چې ته یې هم په اور کې وسوځېدې او هډوکي دې ورېږدېدل، ورته ووایه! چې هر څه د غروب پر لور روان دي او د تاریخ پاڼو کې داسې څه ولیکل شول چې تاریخ ورته هک حیران شو.

ورته ووایه چې موږ سر په بالښت نشو ایښودی او داسې هیبتناکه غږونه مو واورېدل، چې تر اوسه مو نه وه اورېدلي. ورته ووایه! چې په لحد کې د ايمل او غازي هډوکي هغه بم ولړزلول چې په ټوله نړۍ کې یې د بمونو مور باله. ورته ووایه! افغانانو هغه څه ولیدل چې په دوزخ کې به یې هم ونه ویني، ورته ووایه! چې افغانانو ته ځمکه سور اور ګرځېدلې او په کې سوځي، ورته ووایه! چې پښتونخوا لا هم نه ده ازاده، اپریدي لا هم نه پوهېږي، مغل لا هم په زور کې دي او په لر او بر، تر اوسه هم تورې ورځې تاوېږي، ورته ووایه! چې جنګونه د تاریخ په تر ټولو بې پته پړاو کې ترسره کېږي او هوډونه ډېر بې ننګه شوي، د شملو څه مه ورته وایه! هغه کیسه لا پخوا خرابه وه، هغه ویاړ لا پخوا تر پښو لاندې شوی، ورته ووایه! چې پښتو د تاریخ تر ټولو سپک دور ته ورټېل وهل شوی د شرم او پت په نوم هر څه ترې توږل شوي، هغه په خپله اصطلاح ورته ووایه! چې ملکي او خاني کدوګانو او اجړاګانو ته ور پاتې ده او یو نر هم نه دی پاتې.

ورته ووایه! چې د میروس او شیرشاه کیسې له خلکو هېرې شوي او خلک خپل هویت نه پېژني، د ټولو خيټه ورو، سپین سترګو، ویتو، وازو، بې شرمه، سپکو، مټه کورو او تور باوره، بې ادبه او بې کلتورو کیسې ورته وکړه. ورته ووایه! چې زړه یې در پولۍ پولۍ کړ او لمبه لمبه یې کړې. ورته ووایه! چې هر څه چور تالان او لولپه شول، تاریخ، کلتور هر افغان وياړ؛ ورته ووایه چې یو په وطن مري بل یې ناوې ته بیناموسي ور اړوي او غواړي چې عزت يې ولوټي. ورته ووایه! چې موږ اوس له ډېر شک او بدګمانۍ نه په چا تیکه نه کوو، د وطن او خیر په اړوند د چا له خولې خبره نه راوزي، ورته ووایه! چې دلته ډېر خلک بهر سپین خو دننه تور وه، دلته ډېرو انګریزي ملایانو په کلونو کلونو جمعې ورکړې، ورته ووایه! چې موږ ته اوس د دښمن “شابه” پېغور نه ده، د خلکو پيغور مو اوس نه سپکوي، د خلکو مرستو ته مو لاسه نیولی وي، په پردیو او د پردیو په مزدورۍ ویاړو، موږ د خلکو په جام کې تندې سړو او راته مهم ندي، ورته ووایه! چې د ځوانۍ نوبت دې په کې تېر شو، ورته ووایه! چې تېرېږي، خو هېرېږي نه، ورته ووایه! چې افغانان اوس هم جل وهلي وو.

لایق په خپل عمر هم ډېره هڅه وکړه چې ولس ته چغه شي، ټپه شي او ورته ووایي، چې پاڅېږه، ډېر یې وویل، چې لمن له قاتلو وڅنډۍ، لایق ویل چې د مال غوندې لیلام شو، ډېر یې ویل چې ژوند مو هدیره شو، د ښارونو او واټونو د اورونو، وینو او د معصومو ارمانونو د قتلونو چغې یې د یوه شاعر په حیث ډېرې ووهلي، د دسیسو یې ډېر وویل، د معاملو او سوداګریو یې ډېر وویل، د تورو باورنو، غفلتونو، شرمونو، کړاونو په نړۍ کې د سیالۍ چغې یې ډېرې ووهلې، خو شاید حالت همداسې وه، شاید شرایطو توپیر کاوه، چې خلک نه راپاڅېدل او یا چغه نه بدرګه کېده او خلکو خپله همداسې یو څه غوښتل، یايې ځان د روان حالت لایق ګاڼه خبره هر ډول چې وه او یا به هم وي، خو لایق خپل مسولیت ادا کړ، دا ميراث يې را پرېښود چې د رڼاګانو په جنګ کې په تیارو پسې مه ځئ. لایق صاحب ډېرې کیسې، خبرې، رازونه، نزاکتونه، مجبوریتونه او مصلحتونه له ځانه سره یوړل او د خاورو خوراک به شي، لایق یو لایقه انسان و او ډېر کم یې ساری وینم، خدای دې د لایق او بل هر زړه سوانده افغان ارمانونه او هیلې پوره کړي، خدای دې افغانستان نور د سولې هېواد کړي، خدای دې زموږ راتلونکې له تېره ښه کړي، همدا هیله دې خدای راپوره کړي. زه په دې باور یم چې لایق او د ده وطن دوستانه او انساني افکار به تر ډېره په دې خاوره پاتې شي او راتلونکي نسلونه به یې یاد ساتي. هیله مند یم، چې همداسې وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شرف الدین عظیمي - اروا پوه او د پوهنتون استاد

شرف الدین عظمي، اروپوه، د پوهنتون استاد او لیکوال دی چې په رواني مسلو سربیره په بېلابیلو موضوعاتو لیکنې کوي .

تبصره مو ولیکئ