اپریل 14, 2021

صالح: قانون منګلو ته د جنايتکارانو د سپارلو لپاره د ټولو سرچينو کارول دوام لري

Advertisements
راپور: نسيمه محمدي

د راپورونو پر اساس، امرالله صالح نن سه شنبه(٩/جدي) د سهار ٦:٣٠ بجو د ناستې د راپور په خپرولو سره ويلي.
“په ٢١مه ناحيه کې د دولتي منسوب د ترور لپاره اعترافات اخيستل وځنډېدل، ځکه يو تروريست زخمي دى او بايد د خبرو کولو توان پيدا کړي.”
ښاغلي صالح ويلي:

“په کلوله پشته کې پېښه جدي او ژوره څېړل کېږي. د اردو افسر د دفاع وزارت د ټولو امرونو خلاف، هېڅ احتياطي تدابير نه وو مراعات کړي.”

تېره ورځ، د پوځ يو موټر په کلوله پشته/ څلورمه ناحيه کې د بريد موخه وګرځېد، چې مرګ ژوبله يې نه لرله.
لومړي مرستيال همدارنګه ويلي، چې د ٦:٣٠ بجو په لومړيو ورځو کې مو ژمنه وکړه، چې د”بزبزک” ستونزه حل کړو. له نيکمرغه د “بزبزک” وسلې پر وړاندې زموږ تدابير ګټور ول.
پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ مقام د کابينې په ناسته کې وويل، چې د هدفي وژنو موخه د جمهوريت فکر جوړوونکو چوپ کول دي. دغه وژنو ټول ملت په نښه کړى. خو صالح وايي:

هېڅ ډول مرسته به ونه سپمول شي. د قانون منګلو ته د جنايتکارانو د سپارلو لپاره د ټولو سرچينو کارول دوام لري. ملت ته خوښ او دښمن ته بد خبرونه لرو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړى مرستيال زیاته کړې، چې د نن ورځې ستره ستونزه مقناطيسي ماينونه او هدفي وژنې دي، چې د کابو کولو لپاره يې په زغم او تمرکز سره کار کېږي.
همدارنګه ښاغلى صالح وايي چې له دوی سره د خلکو اړیکې زياته شوې، خو د مجرمينو او پېښو په اړه معلومات چې د ښاري نظم – د خلکو بسيج لپاره دوى سره مرسته وکړي، کم شوي دي. چې دا دوې معناوې لري، شايد ټولې کوچنۍ او متوسطې ستونزې حل او يا هم بل دليل ولري.
د ولسمشرۍ مانۍ لومړي مرستيال ټينګار کړى:

هڅه او خوځښت اړين دى. له ماتې بايد وېره ونه لرو، بلکه بايد ترې زدکړه وکړو. زه له درېدلو او شاتګ کرکه لرم. راځٸ د دغه خوځښت په جوړښت کې يو ځاى اوسو.

ښاغلى صالح په داسې حال کې د مقناطيسي ماينونو په اړه خبرې کوي، چې په وروستيو کې په کابل ښار کې دا ډول چاودنو زور اخيستى.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ګاتم ګمبیر: راشدخان ورځ تر بلې په IPL کې ښه لوبیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبیر د افغان لوبغاړي راشدخان په اړه جالیبې څرګندونې کړې.   ګاتم ګمبیر ... نور ولولئ