افغانستان اقتصاد ژوند بڼه سرسکالو سیاست

صالح، ولسي جرګې ته: ټولنه کې د ځان په اړه فکر وکړئ، د غریب له خولې ډوډۍ مه باسئ

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ولسي جرګې د وروستي اقدام غبرګون کې پر دې جرګې نیوکې کړي دي.

ولسي جرګې پرون د ملي دسترخوان په نوم د حکومت هغه پلان رد کړ چې له مخې یې په افغانستان کې له بیوزلو سره مرستې کیږي.

امرالله صالح دې کار ته په غبرګون کې ویلي چې که دا برنامه په دې موخه رد شوي وي چې نړیوال بانک به دا پيسې زیربینايي پروژو ته ورکړي، دا غلط دی او داسې نه کیږي.

صالح ویلي دا پیسې یوازې د ولږې د له منځه وړلو لپاره ورکول شوي، حتا نه د فقر ورک کولو په موخه.

صالح په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:

«که دا مسله د یوې کورنۍ په سطحه تمثیل کړو، هغه دا ده چې تاسې یوه کورنۍ چې ولږه کې ده، ورته په ولږه قناعت ورکوئ چې ډوډۍ مه خورئ.»

ښاغلي صالح جرګې ته په خطاب کې ویلي چې د خپل ځان او په ټولنه کې د خپل ځای په اړه بیا فکر وکړئ.

هغه وړاندې لیکلي:

«د فقیر ډوډۍ اخیستل نه هنر دی او نه شجاعت.»

ملي دسترخوان او د خلکو اندیښنې

ولسي جرګې دا ګام هغه مهال پورته کړ چې د ملي دسترخوان په نوم د نوې تګلارې پر سر پر فیسبوک کې تاوده بحثونه راپورته شول او دا یې د فساد لپاره یوه لار وبلله.

خلک نیوکه کوي چې دا ډول مرستې تر ډیره د اشخاصو جیبونو ته ځي، ملت ته یې ګټه نه رسیږي او فساد ته زمینه برابروي. خو بل پلو نړیوال مرستندویان لکه نړیوال بانک د خپلو مرستو لپاره خپل شرایط لري، نو پر همدې اساس حکومت هم ټینګار کوي چې که دا مرستې همداسې ونه کارول شي، نو یاد بانک به یې بیرته ستنې کړي.

په عین حال کې خلک وايي، مرستې که په شفاف ډول وویشل، نو د خلکو لپاره اغیزناکې تمامیدای شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې بلاخره د حکومت، ملت او ولسي جرګې دا جنجال به څه ډول پای ته رسیږي او ایا د حکومت دد وروستی پلان به ومنل شي که نه !

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ