رسنۍ ژوند بڼه کلتور او هنر له نړۍ

ساجد بلوڅ: یو فکر و چې خپلې موخې ته د رسېدو مخکې له منځه لاړ

لیکنه: مهر تاج

لیکنه: خبریال عبدالحی کاکړ

ژباړه: مهر تاج

زه نه پوهېږم، چې د دۀ دغه ناول به مکمل شوی وي او که نه، خو د دۀ د ناول د پیل په څېر د دۀ خپل مړی هم له سمندر موندل او روغتون ته وړل کېږي…

که څه هم د سویډن له سمندره موندل شوی مړی د “ساجد حسین بلوڅ ” ؤ، مګر دا مړی د هر هغه شخص کیدلی شي، چې د لیک و بیان آزادۍ خاوند وي، له بل هر چا یې سوچ، فکر، لید لوری او د یو څه کولو تګلاره جلا وي.

ساجد له مرګه تېښته نه کوله، هو مګر د ژوند اخیستونکو څخه یې تېښته کوله، اول “عمان” ته بیا یوکنډا، دوبۍ او اخر هم سویډن ته پناه یوړه.

کلتور خو داسې نه و چې د یوې بلوڅې مور راوړي زوی مړی دې د پردې وطن له سمندره وموندل شي ـ نږدې ۱۵ کالو راهیسې ګورو او اورو ، چې د یو بلوڅ مړی په غرو رغو یا د دوی د کوچیانې و بنجارې ژوند په څېر په کومه دښته او ځنګله کې موندل شوی دی.

زمونږ په څېر دۀ هم باید یوۀ نه یوۀ ورځ له ژوند سره خدای پامانې کړی وای، خو ساجد یو فکر و چې د منټو صیب په قول خپلې موخې ته له رسېدو مخکې له منځه لاړه.

هغه یو داسې کس و چې په سترګو کې يې د کتاب ټکي نغښتل شوي وو. د کتابونو دومره شوقي و چې ګوشيو کې به يې غږيز کتابونه اورېدل او خپل باورونه او احساسات به يې د خپلو ګوتو له لارې کمپیوټر ته لیږدول.

هغه د “کافکا” (چکی لیکوال) مېنوال ؤ، هغه کافکا یو نه بلکې په کراتو کراتو لوستلی و، ځکه د دۀ په وینا؛ د کافکا په لیکنو کې طنز مو تنده دومره زیاتوي، که تۀ ونه غواړي هم خندولو ته دې مجبوروې.

ساجد بلوڅ

دۀ خپل خوبونه هم درلودل، چې د تعبیر جامه یې په خپلو دوه ناولو کې ورکوله، خو هغه خوبونه هم ورسره په سمندر لاهو شول.

په بلوڅې کلاسیک ادب چې کوم هیروز (مرکزي لوبغاړي) په سترو صفاتو نظمونه لیکل شوي، ساجد ترې همدومره متاثره و، نو ځکه یې غوښتل چې د ناول په بڼه یې ولیکي او کار یې هم پرې پیل کړی و.

دۀ د “چاکر رند، شاه مرید، هانې او  ګهرام ” کردار د یوویشتمې پېړۍ په ژبه او درک کې رنګول غوښتل.

خو دا له خپل شاوخوا ناخبره هم نه و ـ د خبریالۍ په موده کې، دۀ خپل وطنداران،  قوميان او خپل کلیوال د چکي په پوځي عملیاتو کې د ژرندې د دوو پلونو ترمنځ راګیر ولیدل چې څرنګه یې بلوڅ ځورول .

دې منظرې یې په زړه او مغزو کې اور بل کړی و، همدغه درد یې غوښته چې په انګریزي ناول کې د کیسې په بڼه بیان کړي؛ چې د ناول پیل یې هم « ایمبولانس کې پروت د یو تشدد ځپلې ځوان په مړي چې روغتون ته وړل کېږي پیلېږي»

زه نه پوهېږم، چې د دۀ دغه ناول به مکمل شوی وي او که نه، خو د دۀ د ناول د پیل په څېر د دۀ خپل مړی هم  له سمندر موندل او روغتون ته وړل کېږي…

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ