سینما او موسیقي

سدهارت ملهوترا: سیف علي خان نیکمرغه دی چې کرینه کپور لري

د هندي سینما ځوان او مشهور فلم ستوري سدهارت ملهوترا د سیف علي خان او کرینه کپور په څېر پر یوې سینمایې جوړې خبرې کړي.

سدهات ملهوترا ویلي سیف علي خان خوش قسمته دی چې د کرینه کپور په څېر مېرمن لري.

په اوس وخت کې سدهارت ملهوترا او پرینیتي چوپړا دخپل فلم (جبریا جوړي) ته په مارکیټ پيدا کولو بوخت دی.

په دغه جریان کې په یوه ريېلټي شو(واقعي بڼه لرونکي پروګرام) ډانس انډیا ډانس کې برخه واخیسته.

په یاده خپرونه کې یې د هندي سینما په کشري خان او د هغه د ښکلې مېرمنې کرینه کپور په تړاو یې خپل خیالات ښکاره کړل.

د سدهارت ملهوترا په خبره چې سیف علي خان یې د خوښې فلم لوبغاړی دی او دی زیات مینوال دی.

د نوموړي په خبره چې ډېر څه یې د فلم په برخه کې د سیف خان څخه زده کړي، په همدغه خبرو کې یې د سیف او کرینه کپور په جوړه هم خبرې کړي.

زیاته کړې یې ده چې علي خان نیکمرغه دی چې د ښکلې کرینه کپور په څېر مېرمن لري.

د یادولو ده چې په ریېلټي شو(خپرونه) ډانس انډیا ډانس په اوم پړاو کې کرینه کپور د قاضي یا پرېکړه کوونکي په څوکۍ ناسته وه.

سیف علي خان او کرینه کپور دواړه د هندي سینما مشهور او نومیالي ستوري دي، سره له دې چې له واده یې کلونه اوړي خو لا یې جنجالونه او شخړې تر رسنیو او خلکو نه دي رسیدلي.

د یوه ښکلي او تنکي تیمور مور او پلار دي، کرینه کپور د سیف علي خان دویمه مېرمن ده او تر دې وړاندې مېرمن یې طلاقه کړې خو ترې یوه لور او یو زوی لري.

لور یې سارا علي خان اوس د فلم لویه ستورې جوړه شوي او اټکل دی چې زوی به یې هم ډېر ژر د فلم نړۍ ته راووځي.

بل لورته:

سدهارت او پرنیتي چوپړا په فلم جبریا جوړي کې سره یوځای راښکاره کیږي او مینوال یې د دغه فلم لپاره په بې صبرۍ انتظار باسي.

اټکل دی چې فلم به د راتلوونکې اګسټ میاشتې په دویمه نندارې ته وړاندې شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی