مارچ 8, 2021

سیداجمل: پاکستان له انګلستان څخه ټېسټ لوبه نشي ګټلای

Advertisements
لیکنه: سمیع الله درانی

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني اف برېک توپ اچوونکي سید اجمل ویلي چې انګلستان په ټېسټ لوبو کې ښې تجربه لري او پاکستان به درې واړو ټېسټ لوبوکې مات کړي.
د هغه د خبرو یوه برخه د پي ټي سپورټ راخیستې او د هغه له قوله یې لیکلي، چې که پاکستان له انګلستان یوه لوبه هم وګټي، دا به د پاکستان لپاره ستره توره وي.
پاکستان کرکټ لوبډلې د جون په ۲۹ مه انګلستان ته د درې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی.
که څه هم د دواړو لوبډلو ترمنځ رسمي ټېسټ لوبې د اګسټ په پنځمه نېټه پېلیږي، خو جولای میاشت کې به د پاکستان لوبډله د کرونا ویروس له امله تر څار لاندې وي او یوه څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه کې به هم له انګلستان سره مخ شي.
د دواړو لوبډلو د شپږو لوبو موده به د سپټمبر میاشت کې پای ومومي.

پاکستان او انګلستان کرکټ لوبډلو پرتله

په ټېسټ لوبو کې د انګلستان کرکټ لوبډله د ۱۰۵ نومرو په لرلو سره څلورمه لوبډله ده او پاکستان بیا ټېسټ لوبه درجه‌بندۍ کې اووم ځای لري.
د انګلستان کرکټ لوبډله د جو روټ، بېن سټوکس، اولي پاپ، جاس بټلر، جاني بېئرسټو او ځینو نورو لوبغاړو په لرلو سره خورا مناسبه لوبډله ده.
بل د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي یونس خان ویلي، چې ۲۵ کلن جوفرا ارچر د پاکستان لوبډلې لپاره خطر پېښولای شي.
پاکستان ۲۹ کسیز سکواډ کې مل لوبغاړي انګلستان ته استولي او یو ځل بیا د ځینو لوبغاړو د کرونا ټیسټونه منفي ختلي او د پاکستاني کرکټ بورډ په وېنا ډېر ژر به له خپلې لوبډلې سره انګلستان کې یو ځای شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ