مارچ 8, 2021

شرده کپور او پربهاس به په ساهو فلم کې راښکاره شي

Advertisements

د باليوډ سینما د ایکشن فلم (ساهو) د یوې اوږدې مودې د انتظار وروسته لومړی ټریلر ننداره شو چې په کې د فلم دواړه مرکزي لوبغاړی هیرو (پراباس) او هيروئینه (شرده کپور) په اکشن کې ښکاري.
د فلم کیسه تر ډېره اکشن یا جنګ راڅرخي، مشهور فلم هیرو پربهاس په کې مرکزي رول لوبوي.
په یوه دقیقه او ۳۹ ثانیې دغه ویډیو کې کمره هم ډېره ښه کار شوي.
د فلم دغه ټیزر څو ورځې وړاندې خپور شوی چې د یوې ورځې د تېرېدو وروسته ۶۰ میلیون کسانو لېدلی و، تر اوسه د هیڅ کوم فلم ټیزر دومره ډېرو کسانو په لنډ وخت کې نه و لیدلی.
فلم (ساهو) به په هندي، تامل او تیلګو ژبو باندې پر سینماګانو روښانه شي، لکه څنګه چې د پربهاس تېر فلم باهو بلي ۲ هم ریلیز شوی و.
د فلم پروډیوسر وامسي دي او د پروډیوسرۍ سره سره د دغه فلم سکرپټ هم نوموړي په خپله لیکلی.
د ساهو فلم په تړاو ویل کیږي چې تر ټولو لومړی د بالیوډ ښکلې ستورې کټرینا کیف ورته غوره شوې وه خو څه موده وروسته د دغه فلم لپاره د باهو بلي۲ د فلم د هیروینې انوشکا شیټهي نوم راغی.

د خبر له مخې د زیات وزن له امله انوشکا شیټهي نوم هم د دغه فلم له ډلې واېستل شو تر دې وروسته د څو نورو نومونه هم خپاره شول چې به په فلم ساهو کې مرکزي رول ولوبوی خو هغه ټول خبرونه هسې اوازې ثابتې شوې.
ساهو فلم به د روان ۲۰۱۹ کال د اګسټ د میاشتې په ۱۵مه نېټه به پر سینماګانو  نندارې ته وړاندې شي او تمه ده چې ښه بازار به ولري.
تر دې وړاندې پربهاس په نورو کامیابو فلمونو کې کار کړی چې له ډلې یې باهو بلي د یادولو دی چې د فلم د مینوالو زیاته توجو یې ځانته جلب کړې وه او په باکس افس کې یې هم ډېره ګټه وټه کړې وه.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ