پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

د قلم او مرم په جنګ کې، پېغلې هیلې او د خپلواکۍ شهیدان خوبونه

لیکنه: مهر تاج

لیکنه:  مهر تاج

له دوو ورځو راپدېخوا مې د قلم څوکه هم شله شوې، ښایي زما په رګونو کې د وینې په څېر د دې رنګ وچ شوی وي، کله چې یې راپورته او سر ټیټ کړم، د کیبورډ زړه له بې وریځو باران څاڅکې ډک شي، او په سترګو کې مې د محصیلنو انځورونه راوټوکوي.

د دوی پیغامونه، چې خپلو، دوستانو،استادانو، کورنیو او ټولګي والو ته یې لیږلي او د خپل ژوندانه اخري شېبې یې ورسره شریکي کړي وي، هر یو توری، کلیمه د سترګو په ګاټو خولې لګوي.

بیا مې فکر د راتلونکي پر لوري وخوځېږي.

ویل مې، کله چې مخالفین د حکومت دومره بېرحمه شي چې ،تنکي ځوانان او نازولې تنکۍ پیغلې د یو سره د تیغه تیروي، نو له داسي مخالفینو به څنګه د هېواد ابادۍ د راتلونکي جوړونې او د سبا ورځې د امن هېله وکړی شو؟ همدا فکرونه مې دننه خوري،او واقعتونه راباندې ملنډې وهي.

د پرون پیښې عاملینو پیغلې او زلمې په دې نامه نه دي وژلي، چې دوی یې د قصابۍ شوقیان ؤو، او یا هم د وینو رنګ سره مینه لري.

په دې قاتلانو باندې میاشتي کلونه کار شوي او روزل شوي، دوی ته د جنت د حورو، شرابو وعدي ورکړل شوي دي.

دوی ته ویل شوي، چې د حورو لاس ته راوړلو پاره باید سپینې سپیڅلې معصومې پرښتې (محصلین) ووژنۍ او د جنت نقشه او حورو د پالنګ کیلې ترلاسه کړئ. دوی ته د دوی دا اعمال جهاد معرفي شوی.

IMG-20201104-WA0003.jpg

۴۰ کاله وړاندې لا ډېرو ته دا ډول کړنې جهاد ښکاریده.

خو نه، داسې نه ده!

کله چې د دې بدرنګې خاورینې خړې پیغلې؛ یو نامرده او د بې ګناه په وینو سره لاسونه درلودونکی نشي زغملای، نو د جنت حورې به څنګه د پرښتو پیغلو، سپیڅلو زلمیو، معصومو ماشومانو او عمر خوړلو والدینو زورونکی او قاتل خپل کړې؟

هغه ستر ذات چې د اویا میندو ډېر مهربان دی، څنګه د جنت ننداره لا پرې وکړي؟

IMG-20201104-WA0005.jpg

مخالفینو! مخکې له جهاد کولو، الهي و د جهاد احکام په سهي معنی ولولئ، اورئ یې مه!

خو نه، که چیرته تاسي پوه او لوستی وای، د عقل و شعور درلودونکي وای، هله به مو اورېدل نه، بلکې پخپله د لوست و پوهېدو شعور و توان درلودلی.

حقیقت څه دی؟

حقیقتونو باندې که وغږېږو له خپله احساسه ووځم، درد به مې په چیغه او چیغه به مې سیاست بدله شي، باور لرم، که مې د سترګو رګونه د غچ په هېله وپړسېږي له موضوع به بهر شم.

خو دومره ضرور وایم چې موږ د سیمې او نړۍ په ډېره بدرنګه استخباراتي جګړه کې راګیر یو،موږ ته همدا ډول تبلیغ شوي او کېږي چې د حکومتي خلکو او حکومت پلوه کسانو وژنه جهاد دی.

د سیمې استخبارات کله ساده کلیوال راټول کړي د مجاهد نوم ورکړي، حکومت پرې وځپي او کله دیني مدرسو ته مخه کړي طالب جوړ کړي او کله بیا تندروي مذهبیان راټول کړي او د داعش نوم ورکړي.

خو د دوی په ټوله کې مقصد او هدف یو دی؛ د فغان حکومت غورځول ،ملي شتمني لټول او د عامه افغان وژنه تر څو په خپلو پښو ونه درېږي.

نو دلته خبره ټوله زموږ و تاسو عامه پوهني ته راګرځي؛ که واقعت ته وګورو، پردي استخبارات وسله په لاس څنګه راځي ترڅو ما او تا ووژني!؟

هو، دا زه او ته یو، چې یو بل وژنو او د یو بل په وژنه کې جنت و شخصي اغراض و مفاد، مقام و چوکۍ لټوو.

تر څو چې موږ روانه جګړه جهاد بولو او دواړه خواوې خپل وژل شوي شهیدان بولي همدا حالت به دوام لري.

موږ نور باید دا خبره ومنو، چې دلته نه جهاد شته او نه هم یو وسله وال شهیدېږي.

موږ باید ومنو چې دا جګړه سیاسي جګړه ده، د قلم او د مرمۍ جګړه ده، چې قرباني یې یوازې معصومې هېلې او د امن خوب دی. د زلمیو لو او د پیغلو خپلواکۍ سندرې دي.

له اخرته مې زړه تور دی

ځوانان ستانه کړې رالیږي تش پالنګونه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ