کلتور او هنر له نړۍ

ایران کې د انسټاګرام ستورې مذهب ته د توهین په تور نیول شوې

د ایران د ټولنیزو رسینو فعاله چې د هالیوډ فلم لوبغاړې انجلینا جولي په څېر د ځان جوړولو ناکامه هڅې یې هم کړي، سحر تبار مذهب ته د توهین په تور نیول شوې ده.

ایکسپریس نیوز د خبر له مخې، د ایران په ټولنیر رسینو انسټاګرام کې د ډېر فالوزو لرونکې ۲۲ کلنه سحر تبار نه یوازې په خپل د مذهب د توهین په تور نیول شوې بلکې د انسټاګرام اکونټ یې هم وربند کړل شوی دی.

ایکسپریس نیوز د ایراني رسنیو له قوله لیکلي، پر سحر تبار عامو خلکو شکایتونه کړي او نېول شوې ده.

پر دغه ټولنیزې فعالې نه یوازې د مذهب د توهین، بلکې تاوتریخوالي ته لمن وهل، په غیري قانوني ډول سره د ځمکو ترلاسه کول، د وطن خپل لباس ته توهین او د ځوانانو د حوصلې ازمایلو شکایتونه شوي دي.

سحر تبار هغه وخت مشهوره شوې ده چې کله یې د امریکایې فلم لوبغاړې انجلینا جولي سره د څهرې د مشابهت په خاطر نهایې زیاتې ناکامې هڅې وکړې او ۵۰ پلاسټیګ عملیاتونه یې وکړ او ترې وروسته یې ډېر وېرونکي تصویرونه هم خپاره کړل.

خو وروسته یې د خپلو تصویرونو په تړاو واضحتونه ورکړل چې انجلینا جولي سره د مشابهت په خاطر یې د عملیات سربېره، میک اپ او کمپیوټري ایډیټینګ سره یې د خندونکې موضوع یو کوشش و.

د سحر تبار پر نیولو د ایران ځينو ټولنیزو فعالانو د ایران پر حکومت سختې نیوکې کړي دي.

خو دا په رپوټ کې نه دي ویل شوي چې کوم دین یا کوم مذهب ته یې توهین کړی او څه ډول توهین یې کړی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی