ټولنیز ژوند ژوند بڼه کرونا کلتور او هنر

سعودي عربستان: د حج مراسمو ته د نارسمي داخلېدونکو لپاره لس زره ریاله جریمه اعلان کړه

ژباړه: نسیمه محمدي

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د حج د مراسمو په دوران کې مکې مکرمې ته له جواز پرته داخلېدونکو وګړو ته، في کس، لس زره ریاله جریمه اعلان کړه.

د العربیه د راپور پر اساس، د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ، په یوه بیان کې وویل چې جریمه به د جولای د ۱۹- بیا د اګست تر دویمې پورې نافذه وي. سره له دې که بیا هم کوم کس مکې ته په ناقانوني توګه د ننوتلو هڅه او له بندیز سرغړونه وکړي، نو باید چې دوه چنده (۲۰زره) ریاله جریمه پرې کړي.

د سعودي پرېس له لوري د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، د کورنیو چارو وزارت له ټولو ښاریانو او اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د روان کال د حج مراسمو وضع شویو لارښوونو ته غاړه کېږدي. دوی څرګنده کړه چې امنیتي افسران، چې مسجدالحرام او نورو سپېڅلو ځایونو ته د څارنې دنده پرغاړه لري، د ټاکل شوې مودې په اوږدو کې به دغو ځایونو ته تګ راتګ څاري.

سعودي عربستان د کورونا وایروس د خپرېدلو په غبرګون کې، سږکال د حج مراسم محدود کړل.

حج د اسلام له پنځو بناوو څخه دی او هر مسلمان یې په ټول ژوند کې په یو ځل ادا کولو مکلف دی.

5_13521_146.jpg

د سعودي چارواکو په وینا سږکال به یوازې لس زره حاجیان د حج مراسم ادا کړي. د دوی په منځ کې به ۷۰ سلنه د نورو هېوادونو وګړي چې سعودي عربستان کې ژوند کوي او ۳۰ سلنه د سعودي ښاریان د حج مراسم ترسره کړي.

د ناسعودي حاجیانو لپاره د آنلاین غوښتنلیکونو وروستۍ نېټه تېره شوې ده. د نوملیکنې پروسه د جولای په ۶مه پیل او د همدې میاشتې په ۱۲مه د تېرې جمعې په ورځ پایته ورسېده.

د سعودي اتباعو د انتخاب پروسه لا نه ده پیل شوې. د حج او عمرې وزارت روښانه کړې، چې ناسعودي وګړي، چې د حج د مراسمو لپاره غوښتنه کوي، د برښنايي سیسټم له لارې غوره/ ټاکل کېږي.

هغه نوماندان چې له دې طریقه ټاکل کېږي، باید له خبرتیا وروسته د ټاکل شوې نېټې پورې ټول اړین اسناد وسپاري. د سعودي د روغتیا وزارت د حاجیانو لپاره د روغتیا ساتنې سخت/ ټینګ معیارونه ټاکلي او د خونديتوب کلک احتیاطي تدابیر پلي کوي.

ټول حاجیان باید د حج د مراسمو په لړ او وروسته باید وضع شوي قوانین مراعات کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ