فبروري 26, 2021

پر «سفر» اثر کره کتنه

لیکنه: شبانه پوپلزۍ

سفر د استاد بریالي باجوړي د لنډو کیسو ټولګه ده.
دا ټولګه په ( ۲۰۰۰۲) م کال کې چاپ شوې، چې ټولې ۲۴ لنډې کیسې لري.
کله مې چې لومړی ځل په دې کتاب سترګې ولګېدې؛ د دې کتاب نوم راته دومره په زړه پورې نه وه؛ ځکه زما ذهن ته یوازې د سفر اصلي مانا راغله او د سفر مجازي ماناوو ته مې پام نه وه.
د دې کتاب یوه کیسه هم د سفر په نوم ده، چې کتاب هم په دې نوم نومول شوی.
سفر د خپلې اصلي مانا تر څنګ مجازي ماناوې هم لري، چې دلته ترې مراد مجازي مانا ده.
سفر په اصلي مانا له یوه مکان څخه بل مکان ته د تلو مانا لري، چې د دې تر څنګ نورې ډېرې مجازي ماناوې هم لري.
سفر په مجازې ډول د ژوند بهیر ته وایي، د دې تر څنګ نورې ماناوې هم لري، چې د لوستونکو ذهن ته په اسانۍ سره د سفر له اصلي مانا پرته د سفر مجازي مانا نه ورځي، نو ځکه زما له نظر دا نوم کتاب ته یو ښه نوم نه دی، سره له دې چې په دې نوم کې یو لوی مفهوم پروت دی.
د کیسو نومونه: په لنډه کیسه کې د کیسې له پاره د مناسب او تلوسه لرونکي نوم ټاکل اړین دي، د کیسې له پاره باید داسې نوم وټاکل شي؛ چې هم له موضوع سره ارتباط ولري او هم لوستونکو ته په زړه پورې وي.
د کیسې نوم باید داسې هم نه وي، چې د نوم په لوستلو سره ټوله موضوع بیان کړي او د کیسې لوستلو ته هېڅ اړتیا نه شي.
د دې کتاب د کیسو نومونه راته په زړه پورې وه، ځکه د هرې کیسې په نوم کې یو لوی مفهوم پروت دی، چې له لوستونکو سره د کیسې لوستلو لپاره تلوسه او لېوالتیا پیدا کوي.
لکه غرونه غرونه تېږې او د سترګو خبرې، چې د دې کتاب د دوه کیسو نومونه دي، چې دا نومونه له لوستونکو سره د کیسې لوستلو لپاره تلوسه پیدا کوي.
پلاټ: په لنډه کیسه کې پلاټ د کیسې له بنسټیزو توکونو څخه شمېرل کېږي؛ چې د ځینو لیکوالو په اند پلاټ په لنډه کیسه کې د کیسې له پاره د ملا د تیر حیثیت لري؛ چې د یوې کیسې ښه والی او بد والی د لنډې کیسې په پلاټ پورې اړه لري.
د یوې کیسې لپاره ښه پلاټ هغه دی، چې په تولنه کې یې د پېښېدو امکان وي او یا پېښه شوي وي.
د دې کتاب د ټولو کیسو پېښې راته په زړه پورې وې، ځکه لیکوال د وخت له حالاتو سره برابرې پېښې په هنري بڼه د کیسو په بڼه ذکر کړي دي.
د دې کتاب د تولو کیسو پېښې د وخت له حالاتو سره برابرې دي او یا هم د هغه زمان د پېښو انځورونه کوي، لکه د سړی او څاروي په نوم کیسه کې چې په ۱۳۶۸ کال کې لیکل شوې؛ د هغه زمان د ظلم او وحشت پېښې په کې دا ډول انځور شوي:
نا ببره د یوې ښځې چیغو ماته ټکان راکړ او چې مخامخ دوکان ته مې وکتل، نو د قصاب په پښو کې مې یوه تړل شوې ښځه ولیده؛ چې چاړه یې په مرۍ راکاږي او هغه چیغې وهي.
د هغه په خوا کې مې یو بل دوکان ته پام شو چې یو سپین ږیری د چړې لاندې لاس او پښې وهي، زموږ د څنګ دوکان ته مې وکتل چې د یوه ښکلي ماشوم اندامونه په ساتول ټوټه ټوټه کوي.
دا د یوې کیسې یوه برخه ده، چې څه نا څه د کیسې پېښه بیانوي.
په ۱۳۶۸ کال کې چې په کابل ښار کې یو لوی وحشت روان وه او دا ښار د اوس په څېر د وحشتونو په ښار بدل شوی وه؛ دا کیسه د هغه مهال د پېښو بیانونکې ده، چې په هغه مهال کې ځینې کسانو ته انسانانو د څارویو حیثیت درلوده او ځانونه یې د انسانانو قصابان جوړ کړي وه.
د کیسې پیل: د دې کتاب د ځینو کیسو پیل راته په زړه پورې وه او د ځینو کیسو پیل بیا راته دومره په زړه پورې نه وه؛ ځکه ځینې کیسې داسې پیل شوي، چې له پیل سره د کیسې موضوع درته بیانوي او یا له پیل سره یې د کیسې پای هم درته څرګندیږی، چې پیل یې تلوسه نه لري.
لکه د دې کیسې پیل:
شپه تیاره وه. لاره اوږده او کنډو کپره او له کږلېچنه وه، چې د موټر له هرې ټالۍ سره به د سورلیو له خولې د خدایه خیر کې چیغه ووتله. موټر هم داسې بې باکه او ګړندی او تیز روان وه، چې تا به ویل چې موټروان د سورلیو له ژوند سره لوبې کوي.
ډېر لوی موتر وه، په سورلیو کې سپین ږیرې، ځلمیان، ماشومان او پوره کورنۍ را یو ځای شوې وې.
د دې کیسې د پیل په لوستو سره لوستونکی داسې قضاوت کوي، چې اخر به موټر یو ځای پېښه کړي وي، چې دا پیل د کیسې بیانونکی دی او د کیسې لوستلو تلوسه له منځه وړي، چې څوک یې له لوستو سره لېوالتیا نه پیدا کوي.
سره له دې چې دا یوه سمبولیکه کیسه ده او هر څه په کې د سمبول به ژبه بیان شوي او اصلي مانا یې مراد نه دی، بلکې مجازي مانا ترې مراد دی خو بیا هم تلوسه په پیل کې نه لیدل کېږي، ځکه د لوستونکي ذهن ته لومړی اصلي مانا ورځي.
د ټولو کیسو پیل بیا داسې نه دی، د ځینو کیسو پیل بیا په زړه پورې دی او په تلوسه لرونکو الفاظو پیل شوي دي، چې په ذهن کې د لوستو لپاره ډېرې پوښتنې پیدا کوي لکه دا کیسه: نن د همېش میاشت پوره شوه.
له دې خبرې سره د بختۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې، بې واره سلګو ونیوله، نږدې وه، چې بیا کړیکې کړي، خو ځان یې په قابو کې راوست او چې په سلګو سلګو یې زړه سپک شو، نو مخامخ یې په اینه کې ځان ولید، هغې چې وروسته له یوې میاشتې څخه ځان په اینه کې ولید نو له ځانه یې ویره وشوه.
د دې کیسې پیل په زړه پوری او تلوسه لرونکی دی، کله چې لوستونکی د دې کیسې پیل وایي، نو په زړه کې یې دا پوښتنې را ولاړیږي، چې د همېش میاشت پوره شوه، څه مانا؟ بختۍ به کوم درد درلود، چې ژړل یې او یوه میاشت یې خپله څېره نه وه لیدلې او له یوې میاشتې څخه وروسته د دې له خپلې څېرې څخه ویره وشوه.
د دې کیسو پای او پیغام هم په زړه پوری دی، لیکوال په خپل مهارت سره په هره کیسه کې لوستونکي ته په زړه پوری پیغام لري، چې تر ډېره په کې د ټولنې ناخوالي او ناوړه دودونه ذکر شوي دي.
په کیسه کې هر څه په واضیح ډول نه دي بیان شوي، بلکې په مجازي ډول بیان شوي او له سمبولونو څخه کار اخیستل شوی دی.
د کیسې په پای کې غوټه خلاصېږي او کیسې په داسې ډول خلاصې شوي دي، چې لوستونکي یې په پیغام پوهېږي او د سمبولونو په مانا هم پوهېږي.
لکه د سفر د کیسې پای چې په دې ډول شوی دی:
یوه شپه مې ولیدل چې ګورلټۍ په مړې لګیا ده او خوري یې.
مړي هېڅ هم نه شوای کولای، خو ګورلټۍ د هغه د بدن په هره برخه کې خوله ښخوله.
خوله یې له وینو ډکه وه او داسې ښکاریدله چې دغه مړي تازه وه، ګورلټۍ به لا نوره هم خوله وهله، خو چې زه یې په نظر شوم نو زما په لور یې را منډه کړه او کله یې چې زما په پنډۍ خوله ولګوله نو یوه بې اختیاره کړیکه مې له خولې وکړه، له کړیکې سر سم دم را پاڅېدم، چې ګورم زوی مې پښه خوځوي، زما وجود سست او له خولو نه لوند خیشت وه، شاه او خوا مې وکتل ځان مې وښوراوه زه ژوندی وم؛ شکر مې وویست، زوی ته مې وکتل هغه زلمی شوی و، ځان ته مې پام شو چې زه بودا شوی وم.
زوی مې غږ کړ:
بابا را پاڅېږه چې روانېږو سفر دی زوی مې مخکې او زه ورپسې شوم؛ همغه موټر ته وختلو چې موږ په کې سفر پیل کړی وه.
خو اوس هغه موټر زوړ شوی وه شیشې یې ماتې او کړیکۍ یې لویدلې وې.
په هغو سورلیو کې واړه زلمیان شوی وه او زلمیان د بوداتوب مرحلې ته رسېدلي وو.
د مخکیني سیټ ناست کسان هم بدل شوي وو او د موټر جلو ته یو بل کس ناست وه.
موږ موټر ته وختو او موټر روان شو، خو اوس موټر له پخوا نه ډېر ویرونکی وه.
له موټر د وینو بوی راتلو ځای ځای پرې د وینو خاپونه لیدل کېده.
داسې ښکاریده چې دې ښامار یو نسل له ستوني تېر کړی وي.
اوس هم زموږ موټر روان دی اوس هم سفر اوږد دی.
لاره له پخوا نه زیاته کندې کندې شوې ده.
ډېره لار مو وهلې، خو منزل نه ښکاري؛ سفر همغسې اوږد دی، لاره هم کنډو کپره او کږلېچنه ده.
خدای خبر چې منزل او مقصود ته به ورسېږو او که نه؟
په دې کیسه کې ډېری موضوعات د سمبول په ډول ذکر شوي دي. سفر په کې د ژوند د حالاتو په مانا راغلی.
ګورلټۍ د ظالمه انسانانو او فکر کوم چې موټر به زموږ د هیواد افغانستان له پاره سمبول وي. موتروان بیا د هغه چا له پاره سمبول دی، چې د دې ملک واک یې اخیستی یا هم د پاچا له پاره سمبول دی.
په دې کیسه کې لیکوال د افغانانو ژوند له یوه ډارونکي سفر سره تشبه کړی، چې د دوی له ژوند سره هر سړی لوبې کوي.
د وخت ناخوالو ته د لیکوال له خوا اشاره شوې، چې په سمبولیک ډول یې په لنډو الفاظو کې د افغانستان د هغه وخت نا خوالو ته اشاره کړې ده، چې د کیسې مفهوم د افغانستان له اوسنیو حالاتو سره هم صدق کوي او د اوسنیو حالاتو بیانونکې هم ده.
دې ته ورته د کتاب ټولې کیسې ښه او مانا لرونکی پیغام لري او په ښکلي ډول یې پای ته رسولي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*