ټولنیز ژوند روغه سټه

موسمي خپګان او له ویټامین D سره یې اړیکه!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

موسمي خپګان د ویټامین D له کمبوده رامنځ ته کېږي چي دا په ژمي کي چي لمر ډېر نه وي، پېښيږي. همدارنګه موسمي خپګان د فصلي تغییراتو څخه رامنځ ته کېږي او معمولاً په سلو کي ۱۰ سلنه کسان راګيروي.

دغه خپګان د مني موسم له پیل سره شروع کېږي او په ژمي کي هم ادامه پیداکوي. دغه مشکل په بېلابېلو بیولوژیکي او رواني میکانیزمونو پوري اړوندېږي. د دغه ډول خپګان علایم عبارت دي له: ستړيا، خستګي، د انرژۍ او سېک ختمېدل، د تمرکز نشتون، د کارونو کولو سره بې علاقه توب، د ډېر او افراطي خوب اړتیا او همدارنګه د خوږو او قندونو مصرفولو زیاته اشتها.

د یوې نوي څېړني پایلي چي په طبي فرضیو (Medical Hypotheses) کي خپرې سوي دي ښيي چي د موسمي خپګان او د بدن د ویټامین ډي د کمبود ترمنځ اړیکه سته. د آمریکايي او اسټرالیايي څېړونکو یوې ډلي پر سوونو خپرو سوو مقالو باندي تحقیقات وکړل څو د موسمي خپګان او ویټامین ډي د کمبود ترمنځ اړیکه وڅېړي. څېړونکي دغي پایلي ته ورسېدل چي د دغوو دوو ترمنځ خورا عمیقه اړیکه سته.

باید پوه سئ چي په مرکزي عصبي سیسټم کي سته ویټامین ډي کولای سي چي د سروتونین او دوپامین پر ترشح کېدو باندي تاثیر وښندي. همدغه دلیل دئ چي دغه ویټامین په خپګان د اخته کېدو کي تاثیر لري. څېړونکي دغي پایلي ته ورسېدل چي کوم کسان په دغه موسمي خپګان اخته دي دوئ د ویټامین ډي کمبود هم لري. ویټامین ډي خپله په پوست کي د بنفش وړانګو سره د پوست د تماس په نتیجه کي توليدېږي؛ البته یوازي هغه وخت چي د موج اوږدوالی تر ۳۱۳ نانومتره لاندي/کم وي.

همدارنګه باید پوه سئ چي ویټامین ډي په هیپوتالاموس کي د جاذبې لرونکي دي چي د خوب او بیدارۍ د ریتم د کنټرول سبب کېږي. په پایله کي څېړونکي سپارښتنه کوي چي د روحي سلامت او روغتیا لرلو په خاطر لازمه ده چي د خپل وجود د ویټامین ډي سطحه او کچه مو په خاصه توګه د ژمي په موسم کي زیاته کړئ. که د لمر له روڼا څخه په کافي اندازه ګټه نه سئ اخیستلای حتمن هغه غذايي مواد وکاروئ چي دغه ویټامین زیاتوي او د ډاکټر په مشوره باید مکمل ویټامین ډي مصرف کړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي