اپریل 12, 2021

افغان ډيکوک: کرونا زموږ لوی دښمن دی!

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان د ۱۹ کلونو کريکټ ملي لوبډلي اوپنر توپوهونکي صديق الله اتل د کرونا ويروس سره د مبارزې لاري چاري وړاندي کړيدي.
صديق الله اتل چي د سويلي افريقا کريکټ ملي لوبډلي د لوبډلمشر کوينټن ډيکوک مينوال دی او هيله يې ده چي د نوموړي په څير لوبه وکړي په ۱۹ کلونو نړيوال جام کي يې د پام وړ توپوهنه ترسره کړه.
صديق اتل په کيڼ لاس توپوهنه کوي او نړيوالو مبصرينو ورته د افغان ډيکوک لقب ورکړیدی.
اتل هم د نورو کريکټرانو په څير د کرونا ويروس په اړه خپلو هيوادوالو ته د عامه پوهاوي په شکل سپارښتني کړيدي.
دافغانستان کريکټ بورډ پر رسمي فيسبوک پاڼي خپاره سوي ويډيويي پيغام کي صديق اتل وايي” کرونا زموږ لوی دښمن دی،زموږ ټولنيز ژوند ننګوي، راځي چي د وقايوي لارښوونو په واسطه او په کورونو کي د قرنطين په واسطه دې ويروس ته ماته ورکړو”
نوموړی وايي”کرونا وژونکې ناروغي ده راځي په ګډه دغه ويروس د خپل ژوند څخه ناک اوټ کړو”
صديق اتل پر خپلي رسمي فيسبوک پاڼي هم په بيلا بيلو پوسټونو کي هم د کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه ليکني او سپارښتني کړيدي.
لاندي لينک کي د صديق الله اتل پيغام کتلای سئ:
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2623302304591018&id=1585279335059992

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ