ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ولې زیاتره ماشومان له کوره زړه‌ توري او ډېر وخت بهر تېروي؟

لیکنه: ياران

ليکنه: حنيفه مومند

د مور او پلار له هیلو څخه یوه هم د اهل او په خبره‌پوه ماشومانو درلودل دي. کورنۍ هیله لري چې اولادونه یې د دوی د خوښې مطابق لیک لوست وکړي، پر وخت ورکړل شوې چارې ترسره او مهمه دا چې په کور وي او له بهر ګرځېدلو ډډه وکړي. خو بیا هم زیاتره ماشومان او نوي ځوانان له کوره [په اصطلاح په تېښته] او بهر خوشحاله وي، غواړي خپل ډېر وخت دباندې له همزولو سره تېر کړي، خو د کورنۍ غړي یې بیا تل په دې فکر کې وي، چې ولې یې ماشومان په دې بد عادت روږدي دي!؟ د حل لپاره یې خپل اذهان مشغول ساتلې وي٬ خو دې ټکي ته پام نه کوي چې خپله دوی د همدې ستونزې اصلي عاملین کېدای شي.

د مطلب په دوام کې درسره هغه ټکې شریکوو، چې په وسیله یې خپل اولادونه په کور مین او له بې ځایه ګرځېدلو څخه راګرځولای شئ.

  • هر ځل پیغور ورکول: دا کړنه د ماشومانو زړه له خپل کور څخه توروي او غواړي ډېر وخت له کوره بهر تېر کړي. لکه ته د ستايلو وړ نه يې ځکه چې تل دباندې له کوڅه‌ډبو هلکانو سره ګرځې، نو که تاسو داسې انګېرئ، چې ماشوم به مو له بې ځايه ګرځېدلو راوګرځي، بلکې برعکس نور هم له کوره زړه‌تورن کېږي.
  • ډېره نيوکه کول: د نیوکو په کولو سره ماشوم خپل ځان ضعیف او ناتوانه احساسوي او له کور څخه په سترګو پناه‌کولو خوښ وي، چې دا ډول بد احساس د ماشومانو په زيان تمامېږي.
  • ماشومانو او ځوانانو ته پام نه کول: په اوسنۍ مډرنه زمانه کې تکنالوژۍ ډول ډول جلبوونکي تفریحي وسایل تولید کړي. نو د اوس وخت ماشومان هم د اقتصادي امکاناتو په پام کې نیولو پرته د دې ډول سامانونو غوښتونکي دي چې خپل وسايل ولري، خو که چېرې تاسو د هغو غوښتنو ته پام ونه کړئ او بابېزه يې وبولئ، بيا نو د دې تمه مه کوئ، چې اولادونه مو پر وخت کور ته راشي. هڅه وکړئ تر خپلې وسې ماشومانو ته وسایل او امکانات برابر او له د اولادونو له بې ځایه ګرځېدلو مخنیوی وکړئ.
  • کورنی تاوتریخوالی: کورنۍ د مینې او الفت ګرم کانون او د اولادونو لپاره د امن او خوښۍ چاپېریال دی، خو که چېرې دا چاپېریال د ستونزو او شخړو مرکز وي، نو ماشومان له روحي فشارونو څخه د خلاصون په خاطر له کوره بهر خوښي. د دې لپاره چې سالم اولادونه وروزئ، له شخړو لاس پر سر شئ یا داسې وخت او ځای جر و بحث وکړئ چې اولادونه مو ستاسې د دې نزاع شاهدان نه اوسي.
  • او په پای کې هم دا چې سم خواړه نه ورکول: د انسان په تېره بيا د ماشومانو بدن بېلابېلو خوړو ته اړتيا لري او بايد له مهالوېش سره سم ډول ډول خواړه اولادونو ته چمتو شي، که مو دې ټکي ته پام ونه کړ، نو اولادونه به مو له کوره بهر خوړو ته لېواله شي او په هر ډول لارو چارو به د بازاري خوړو د ترلاسه کولو لپاره پيسې پیدا کړي، چې دا کړنه په خپله له کوره بهر د ماشومانو د وخت تېرولو لامل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ