ټرمپ وايي، د امریکا د فوټبال ملي لوبډلو لوبې به ونه ګورم

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که د امریکا فوټبال ملي لوبډلې د تور پوستو په احترام په زنګنو شي، نو لوبې به یې بیا هڅکله هم ونه ګوري.
په امریکا کې د نژاد پر سر تازه ناندرۍ راپورته شوې او په دې تړاو زرګونه تورپوستو لاریونونه کړي، چې په تاوتریخوالي هم اوښتي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د امریکا فوټبال فدراسیون ته ویلي، که د فوټبال ملي لوبډلې یې د ملي سرود پر وخت تور پوستو ته د احترام په موخه په زنګنو شي، نور به د ملي لوبډلو لوبې بیا هېڅکله هم نه ګوري.
په امریکا کې د تور پوستي جورج فلوید له وژل کېدلو وروسته د فوټبال نوموتو لوبغاړو او لوبډلو دا کار یو وحشتناک عمل وباله او د لوبو تر پيل مخکې زیاتره لوبډلو او لوبغاړو تور پوستو ته د احترام په موخه په زنګنو شوي دي.
د امریکا فوټبال فدراسیون هم له دې موضوع سره تړاو لري او له تور پوستو څخه یې ملاتړ اعلان کړ،
خو د فدراسیون دا کار د ولمسمشر ډونالډ ټرمپ له توند غبرګون سره مخ شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب