مارچ 3, 2021

د نړۍ لس حیرانونکې مېوې او سابه

ژباړه: عایشه حیدري 

مېوه او سابه دوه هغه خواړه دي چې د انسان داخلي وجود او پوستکي ته ډېره ګټه لري او د انسانانو په ژوند کې یو ځانګړی ځای لري.
تر نن پورې به مو ډېرې مېوې او سابه لیدلي او خوړلې وي، د ډېریو نوم به مو زده وي او د ډېرو په ځانګړتیاوو، خوند او ګټو به پوهېږئ. په دې لیکنه کې غواړو لس هغه مېوې او سابه در وپېژنو چې کېدای شي تاسو نه لیدلي وي او نه مو خوړلي وي او د نوم او ګټو په اړه به یې هم ډېر نه پوهېږئ. له موږ سره ملتیا وکړئ او د دغو حیرانونکو مېوو او سبو له نومونو او ځانګړتیاوو خبر شئ:

۱ – چېريمویا

چېريمویا چې په انګریزي کې یې Custard Apple یادوي. خوند یې شیرین او د چېريمویا د پخې مېوې خوند انناس او کیلې ته ورته دی. ظاهري بڼه یې ګرده زړه ته ورته ده. اندازه یې ۸ سانتي مترو ته رسېږي، پوست یې نازک خو کلک دی، د پوستکي رنګ یې تور یا شین وي. د مېوې داخلي برخه غوښنه، نرمه او پېروي یا کریم ته ورته ده.
چېريمویا داسې مېوه ده د کرسټوف کولمب له لوري د امریکې د لویې وچې تر کشف وړاندې یوازې د اینکا په نامه د یوې امپراطورۍ خلکو پېژندله. چېريمویا پخوا په طبعي ډول د کلمبیا، پيرو، کواډور او بولیویا هېوادونو کې را زرغونېدله، خو وروسته بیا د انډېس د غرونو لمنو او د مرکزي امریکا هېوادونو ته هم و لېږدول شوه.
چېريمویا د مشهور امریکايي لیکوال مارک ټواین د خوښې مېوه وه.

۲ – پومیلو

دا مېوه غټ شکل لري، grapefruit یې هم بولي. پومیلو مېوه په طبیعي ډول په اسیاسي هېوادونو کې موندل کېږي او نسبتاً غټه مېوه ده، پرېړ پوستکی لري او دننه مېوه یې د تازه غوښې رنګ لري. د هر پومیلو وزن له یوې کیلو څخه نیولې تر ۴ کیلو پورې رسېدلی شي. دغه مېوه په وروستیو کې په بېلابېلو نومونو له هغې ډلې په غټ لیمو او نارنج هم نومول شوې ده. پومیلو د مالټو، کینو او سنترو له کورنۍ څخه ده.
پومیلو A، B، C ویټامینونو او فاسفورس، پوټاشیم، فېبر، او انټي اکسیډېنټ لرونکې مېوه ده. د پومېلو د ویټامین C اندازه د مالټې څو برابره ده او مالټې او کینو لپاره ښه بدیل کېدلای شي.
د پومیلو له مېوې څخه ځینې خلک د سهار چای او ځینو سلادونو کې ګټه اخلي.

۳ – برازیلي انګور

جابوټیکا د الوبالو په اندازه دي او د انګور خوند او بوی لري. جابوتیکا ته ډېري خلک برازیلي انګور وایي. د جابوټیکا د ودې بڼه ډېره حیرانونکې ده. نورې مېوې په تدریجي ډول وده کوي، خو دغه مېوه په مستقیم ډول او د نورو مېوو برعکس د ونې په تنه وده کوي.
د جابوټیکا حاصلات د مڼو د حاصلاتو په ډول راټولېږي. جابوټیکا اومه خوړل کېږي او شربت یا جوس یې هم خوندور دی او مربا هم ترې جوړېدلای شي.

۴ – افریقايي بادرنګ

افریقايي بادرنګ ته ښکرور خټکی زخې لرونکی خټکی هم وايي، دغه مېوه یو فضایي موجود ته ورته دی. د یادې مېوې رنګ ژېړ او شین دی او پوستکی یې روښانه زرغون رنګ لري او دننه یې سوری او یا هم پراخ دی. خوند یې بادرنګ، لیمو او کیلې ته ورته دی او ډېر ښه بوی لري. افریقايي بادرنګ په دوو، یعنې زهري او نازهري ډولونو موندل کېږي. زهري او نازهري ډولونه د پوستکي له رنګه پېژندل کېږي، چې د زهري ډول د پوستکي رنګ یې شین او د نازهري ډول رنګ یې ژېړ دی.
دغه مېوه تر ډېره په کالاهاري صحرا چې (بوټسوانا، نامیبیا او سویلي افریقا هېوادون کې پرته ده) کې را زرغونېږي، خو په نیوزیلنډ او د امریکې په کالیفورنیا کې هم موندل کېږي.

۵ – رومانیسکو براکولي

رومانیسکو براکولي کرم، ګلپي او براکولي ته ورته سابه دي، خو دغه سابه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موندل کېږي، خو وحشي ډول یې د مدیترانې، اطلس اوقیانوس او د اروپا په سواحلو کې موندل کېږي. د رومانیسکو براکولي بوټی ۳۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې لوړېږي. د بوټي پاڼې یې پلنې او غټې دي او د پخلي وړ دي.
رومانیسکو براکولي د ګلپي او براکولي په څېر پخېږي.
رومانیسکو براکولي د پوټاشیم، منګنیزیم، مس، اوسپنې فاسفورس او نورو معدني موادو لرونکی دی.

۶ – اوګلي

که څه هم د دې مېوې ظاهري بڼه دومره ښکلې نه ده، خو دا مېوه تر پوستکي لاندې د ګټورو موادو کان دی. د دې مېوه داخلي برخه د مالټې په څېر ده. خوند یې د مالټې او پومیلو ترکیبي خوند ته ورته دی. په خام ډول د خوړلو وړ دی او همداسې شرب په ډول هم ترې استفاده کېدای شي.

۷ – پټایا

د دې مېوې اصلي ځای مکسیکو، سویلي او مرکزي امریکا ده، خو د سوېل ختیځې اسیا په ویتنام، تایوان، د چین سوېلي سیمو، د جاپان په اوکیناوا ټاپو، فېلیپين او مالیزیا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم کرل کېږي.
پټایا مېوه د ښامار مېوې په نامه هم پېژندل کېږي، ځکه بڼه یې د ښامار سر ته ورته ده. چې ګوشتي رنګ لري او د پیتایا په نامه هم يادېږي.
یاده مېوه د ويټامين C او فیبر یوه ښه سرچینه ده، د‌ ګلاب په شان بوی او د کیوي په شان تورې او وړې دانې لري.

۸ – ارغواني کچالو

ارغواني کچالو یا الوګان د ځمکنیو مڼو په نامه هم یادېږي. د دغو کچالو دننه رنګ د نورو عادي کچالو په پرتله ارغواني او سور رنګ ته نژدې دی. د عادي کچالو په څېر د ویټامین A او C ښه سرچینه ده او په ارغواني کچالو کې د شته انټي اکسیډېنټ موادو کچه د انارو له انټي کسیډېنټ موادو سره برابره ده او ور سره په خوا کې د فولیک اسیډ، اوسپنې او پوټاشیم غوره منبع هم دی.
دا ځمکنۍ مڼې له هر اړخه عادي ځمکنیو مڼو ته ورته دي او کولای شو په خوړو کې ور څخه په ورته ډول ګټه واخلو.

۹ – ډوریان

د مېوو پادشاه پېژندل شوی دی، داسې مېوه ده چې ممکن ډېره مو خوښه شي یا به ترې کرکه وکړئ. پوستکی یې اغزن او بوی یې ناوړه او تنګوونکی دی او د همدې ناوړه بوی له امله د نړۍ په ځینو سیمو کې د دې مېوې بر خرڅلاو بندیز لګېدلی دی. که د دې مېوې د بوی زغم لرئ، نو ارومرو یې و ازمویئ، خوند یې غوره او کیفیت یې پېروي یا کریم ته ورته دی.
هغو کسانو چې دا مېوه خوړلې وایي چې د کېلې خوند لري او که ستاسو دغه میوه خوښېږي او که نه، خو دا باید ومنئ چې په هر ځل خوړلو یې یو نوی خوند څکئ.

۱۰ – سمفایر

دغه بوټي ته (سمندري لوبیا) هم وایي، دغه سابه د سمندرونو په څنډو او ساحلي سیمو کې پخپل سر او طبیعي ډول را شنه کېږي او همدارنګه کېدای شي چې په تروو اوبو کې کښت شي.
سمفایر ښکلی بوی لري، د بوټي ونه تر درې مترو پورې لوړېږي، دغه بوټي له پاڼو، تنې او دانو څخه بېلابېلې روغتیايي ګټې اخیستل کېدای شي او تازه یې د سبو په ډول کارول کېږي او پخېږي.
سمفایر د B او C ویټامینونو ښه منبع ده او پوستکي د ځوان ساتلو لپاره ډېر ګټور دی، په ډېری هېوادونو کې له دغه بوټي د روغتیايي او سینګار د موادو په جوړولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي