مارچ 8, 2021

بریا؛ د سعادتمندانو ژوند

Advertisements
ژباړه: نجم الرحمن ناصري 

خدای (ج) ټول انسانان له واحده اصل څخه پیدا کړل او هغوی ته یې په شکل او حال کې توپیر ورکړ. څوک بډایه او څوک فقیر، ځینې تور او ځینې سپین، ځینې شکر کوونکي او ځینې لئیم، څوک متقي او عابد او ځینې فاسق او فاجر، ځینې صالح او زاهد او ځینې یې کافر.
ټول یې به یوه څیز باندې اتفاق لري او ټول په شدت د هغې موخې په لاسته راوړو کې دي او هغه موخه «نیکمرغي» ده.
تجار چې خپله ورځ په تجارت کې تېروي، زده‌کوونکی چې کلونه په ښوونځي او پوهنتون کې کوښښ کوي، کارمند چې ترفیع او پرمختګ غواړي، نارینه چې له ښایسته ښځې سره واده کوي او مجلله کور جوړوي، ټول د نېکمرغۍ او سعادت په لاسته راوړو کې دي.
پوښتنه داده چې تر اوسه څوک دې سعادت ته، چې غواړي یې، رسېدلي؟
ایا هغوی په انس او خوښۍ کې ژوند کوي بې له دي چې ظاهراً ځان هغسې ښکاره کړي؟
هېڅکله نه، په خدای قسم چې سعادت ته نه دي رسېدلي. خدای (ج) داسې بنده‌ګان لري چې سعادتمندانه ژوند لري او خپل محبت یې ورښودلی او د هغوی باطن یې په خپل مراقبت پاک کړی دی او مخکې له دې څخه چې جنت ته ولاړ شي، د هغه خوښۍ يې ترلاسه کړي.
وروسته له دې له سعادتمندانو څخه اووسه د هغو له جملې څخه چې خپله رابطه یې له خدای سره آباده کړې که دې په دنیا دې غوښتنه درلوده صادقانه هغه ته پناه راوړه او اوښکې تویې کړه کله چې خدای (ج) په تاکې خضوع وویني، سینه په دې پراخه کړي. هغه وخت ده چې د صالحانو لذت په درک کړې او له سکون څخه ډک ژوند په تجربه کړې.
پیامبر (ص) به چې کله پتنګ شو، لمونځ ته به یې پناه وړه او ویل به یې «زما د سترګو رڼا په لمونځ کې خوندي ده»
بخاري له عبدالله بن مسعود څخه روایت کړی چې یو غلام د میدعم په نامه د خیبر په ورځ له پیغمبر (ص) د راتګ په حال کې و او له پیغمبر (ص) سره یې مرسته کوله چې مرکب ته جګ شي، ناڅاپه يو غشی پرې ولګېد، خلکو وویل شهادت دې ورته مبارک وي!
پيغمبر (ص) وفرمایل:

هېڅکله! قسم پر هغه، چې ځان مې د هغه په لاس کې ده، هغه جامې یې چې د غنیمت له وېشلو مخکې اخیستې وې، لکه د اور پر ده لمبې باسي.

هېڅ شی بنده د لویو ګناهانو خوا ته نه وړي، مګر په صغیره ګناهانو کې بیغوري.
بخاري له انس څخه روایت کړی چې خطاب تابعینو ته په هغه تقوا چې درلوده یې وویل، چې تاسو داسې کارونه کوئ چې په نظر مو له ویښته څخه نري دي، موږ د پيغمبر (ص) په وخت کې له هلاکوونکو څخه شمېرل.
ډېری خلک حرام کارونه آسانه نیسي او که نصیحت شي، وایي چې ما څه غټ کار نه دی کړی خلک له دې ډیر کارونه کوي!
حال چې خدای (ج) فرمایي:

او تاسو هغه ساده شمارئ، په د حال کې چې خدای ته ډېر غټ دي.“[النور:۱۵]

هر چا چې د خدای (ج) عظمت په خپل وجود کې وړکی وشمېره او د ګناهانو په اړه یې بېغوري وکړه، پوه دې شي چې هغسې یې چې ځانته ضرر رسولی، نور چا ته یې زیان نه دی رسولی او خدای(ج) داسې بنده‌ګان لري چې د هغه له امر څخه سرغړونه نه کوي او هر څه چې ورته امر وکړي کوي یې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ