افغانستان سرسکالو سوله سیاست

له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني ګډ روژه ماتی: پر څه بحث او خبرې شوي؟

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د هیواد سیاسي او جهادي مشرانو سره په دلګشاه جومات کې د عظیم الشان قران د ختم مراسمو او د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا او ګډه ناسته کې ګډون وکړ او ټولو مشرانو د روژې مبارکې میاشتې له برکته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه.

د ناستې ګډونوال

په ارګ کې د روژه ماتي په مناسبت دغه مېلمستیا او ناسته کې چې مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدیونس قانوني، استاد محمدکریم خلیلي، ډاکټر زلمي رسول، حاجي محمدمحقق، باتور دوستم، محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، محمدمعصوم ستانکزي او رنګین دادفر سپنتا حضور درلود، ټولو مشرانو د هیواد په ملي او سیاسي مسایلو او روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي؛ ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هیواد له سیاسي شخصیتونو او جهادي مشرانو څخه یو ځل بیا د دغه سیاسي توافق له امله مننه وکړه او دا یې د ملي یووالي او سیاسي اجماع لپاره چې په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین او د تحمیلي جنګ د پایته رسېدو لامل شي، مهم ګام وباله.

ښاغلي غني ويلي:

«حکومت به د سلا او مشورې مهم اسلامي او ملي اصل ته د درناوي په موخه د تل په څېر د ملي مسایلو په اړه د هیواد سیاسي مشرانو، د ولس او ټولو اقشارو استازو سره وخت پر وخت سلا مشورې وکړي.»

غبرګونونه

د ارګ له دې خبرپاڼې خپرېدو سره پر فیسبوک ددې راټولېدنې تود هرکلی شوی.

يو شمیر خلکو دا د داخلي سیاسي اجماع جوړيدل یاد کړي چې په وینا يې دا افغان سولې او نورو ارزښتونو لپاره اړین او مهم یادیږي.

خلکو ویلي که په اوسني حساس وخت کې داخلي اجماع ته بشپړه پاملرنه وشي، نو دا له افغان حکومت سره مرسته کولی شي چې دريځ یې پیاوړی کړي.

خلک ټینګار کوي چې که ټول سیاسي لوري او حکومت سره یو دريځ پر اساس مخته لاړ شي، دا د سولې له بین الافغاني خبرو پیلېدو سره ډېره مرسته کولی شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ