فبروري 25, 2021

د غوسې د مديريت لپاره د ارواپوهانو پرېکړې

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

ډېری خلک لږ تر لږه په اونۍ کې څو ځله غوسه کېږي، ارواپوهان وايي دا بلکل نورمال دی.
هغه څه چې نورماله نه دي شدیده غوسه ده چې په دوامداره توګه پېښیږي او د اوږدې مودې لپاره دوام کوي، دا د لنډې ناامیدۍ او قهر څخه ډېر اوږد دی چې ډېري یې کله ناکله احساس کوو.
نورې نښې یې فزیکي برید، ناڅاپي عکسل‌العملونه، په اړیکو، روغتیا او دنده کې ستاسو د ځورونکې مزاج په پایله کې ستونزې دي. درملنه کولای شي تاسو د خپلې غوسې کنټرولولو اسانه لارې ښوونه وکړي. روانپوهان د قهر درملنې لپاره درې لومړنۍ تګلارې کاروي:

۱ـ ارامه بدن

ارواپوهان ناروغانو ته په داسې تګلاره ښوونه ورته کوي چې د (پرمختګ ارام بدن) په نامه یادېږي او دا روزنه تر هغه وخته پورې دوام لري چې دوی د ځانګړي کلمې یا عکس په اړه فکر کولو سره ارام کولو توان ولري.
ارواپوهان بیا له ناروغانو څخه غوښتنه کوي چې د هغه څه په اړه یوه یا دوو دقیقو لپاره فکر وکړي چې دوی یې ډېر په قهر کړي. د مثال په توګه، د هغه کس لپاره، چې له سختې لاربندۍ څخه غوسه کېږي او غواړي د هغه موټر چلونکو په هکله فکر وکړي چې ډېر ورو موټر چلوي، نو بیا ارواپوه له ناروغ سره مرسته کوي، چې ارامتیا ترلاسه کړي.
ارواپوهان او ناروغان دا لړۍ په مکرر ډول تمرینوي. شاوخوا د اتو غونډو وروسته، ناروغان د دې توان لري چې خپل ځان په نورمال ډول ارام کړي.

۲ـ ادراکي درملنه

ډېری وختونه چې خلک فکر کوي کله چې دوی په قهر وي شیان نور هم خرابوي، مثلاً کله چې بل موټر چلونکی ستاسو مخ ته وګرځي او له تاسو مخکې شي، ښایي تاسو فکر وکړئ احمقه! ټوله غواړي چې نن په ما ناوخته شي.
په ادراکي درملنه کې، ارواپوهان له ناروغانو سره مرسته کوي چې د غوسې په اړه فکر کولو او عکس‌العمل لپاره متبادل لاره ومومي، لکه د دې پرځای چې د بل موټروان په هکله فکر وکړي، فکر دي وکړي چې دا یوه حادثه وه چې غوښتل یې پېښ شي.

۳ـ د مهارتونو وده

د نوي چلند زده‌کړه هم مرسته کولی شي، مثلاً کورنۍ ممکن د خپلو ماشومانو سره د خبرو اترو غوره لارې ومومي. غوسه‌ناک چلوونکي کولی شي د خوندي او محتاط چلولو مهارتونو له زده‌کړې څخه ګټه پورته کړي.
څېړونکې وایي چې دا د درېو مېتودونو ترکیب، غوره کار کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*