رسل وايي د کریس ګیل شاګرد یم، چل مې ترې زده او ژوند مې بدل کړ

رنګین تجريدي ډیزاین

رسل چې نن سبا د نړۍ ستر هېټر کرکټ لوبغاړی بلل کېږي، د هندوستان په سواګریز لیګ کې خورا فوم کې دی، ده د کلکتې لپاره داسې لوبې کړي، چې ناممکنې لوبې یې ورته ممکنې کړي او په پرله پسې ډول یې ۹ ځلې ۴۰ جمع منډو باندې کلکتې لوبډلې ته د اوړو پوزه اېښې.
تازه د جمعې په ورځ د بنګلور خلاف یې په ۲۵ توپونو د بونډریانو باران وکړ او د ویرات کولي لومړنۍ مُسکا یې ورترخه کړه.
رسل ۹ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې او د بنګلور ۲۱۴ هدف پسې لکه د تېز رفتار موټر روان و، دا مهال د ویرات کولي شونډې وچې شوې او لوبډله یې د بلې ماتې په درشل کې لېدله.

خو په وروستیوکې د انګلستاني معین علي تجربې بنګلور له ماتې بچ کړ.
رسل په روان آې پي ایل کې په ۹ لوبوکې ۳۹ شپږیزې وهلي او د شپږیزو د پاچا په توګه تاج پر سر لري، رسل لومړي مقام کې دی، دوهم د شپږیزو حقیقي پاچا کرېس ګېل دی، هغه سږ کال ۳۱ شپږیزې وهلي.
اوس رسل ویلي دي، چې زما د سترو شپږیزو استاد؛ کرېسټوفرهېنري ګېل دی، هغه ماته توصیه کړې، چې تل سخت هېټېنګ وکړم.
رسل ویلي کرېس ګېل زما ژوند بدل کړ، ما له هغه څخه د شپږیزو چل زده کړ.
رسل دا خبرې د بي بي سي انګلیسي سپورټ څانګې ته په یوه مرکه کې کړي دي.
رسل وایي د ۲۰۱۶ م کال نړیوال شل اوریزجام پرمهال کرېس ګېل راته وویل، چې ښاغلی رسل؛ ته تر ما ښه هېټر یې او کولای شې، خپل ځواک نړیوالو ته وښیې.
رسل وایي دې جملې ماته ځواک راکړ او خپلو سختو لوبوته مې دوام ورکړ.

رسل په روان آې پي ایل پړاو کې په ۹ لوبو کې ۳۷۷ منډې کړي او شپږم توپ وهونکی دی، نن یې له حېدراباد سره لوبه ده، که رسل پنځوسیزه پوره کړي، کولای شي تر وارنر وروسته دوهم ځای ونیسي، کرېس ګېل تر وارنر وروسته دوهم مقام کې دی، ګېل ۴۲۱ منډې کړي.
رسل په روان آې پي ایل کې په ۲۲۰ سټرایک رېټ باندې لوبېدلی او لومړي مقام کې دی.